نظــر

د ذاکر جلالي د مقالې په اړه دا هم ولولئ!

عبدالمالک همت

د محترم، ځوان او با انرژي ليکوال ذاکر جلالي نظر ته په درناوي سره زما خپل نظر بيا دادی:

له اصله د امريکې واکمنه ډله چي له پيله تر اوسه پر امريکا او امريکايانو واکمنه ده تر هر څه دمخه خپلي ګټي په پام کي نيسي او د دې تر څنګ د خپل واک او قدرت او د امريکا د بقا او پر امريکايانو او نړۍ والو د خپلي سيطرې ټينګ ساتلو لپاره هم جدي کار کوي. يعني هسي نه دی، لکه زموږ واکمنان چي يوازي او آناً خپلو ګټو ته ترجيح ورکوي او د هيواد د ګټي او راتلونکي په فکر کي هيڅ نه دي.

دلته به لومړی دا ووايو چي د امريکې په ولسمشرانو کي ټرامپ يو استثنايي شخص وو، د ځانګړي طبيعت څښتن وو او تر ډېره تجارت پيشه وو، نه سياستوال، په دې پسې بايد دا حقيقت په ډاګه کړو چي په پيل کي هم په افغانستان کي القاعده د امريکې د تېري او اشغال لپاره صرفاً يوه پلمه وه او له اصله يې دا تجاوز او د جګړې په جريان کي د نورو ډلو زېږول يې په نورو عمده او بنسټيزو موخو وو، تر زياته حده يې دا يرغل پر امريکې د واکمني ډلي د ځاني، مادي او سياسي ګټو، ځان غوښتنو او لوړتيا غوښتنو او نړي والي سيطرې په موخه وو.

خو څنګه چي دلته د افغان ولس مقاومت د د وی تر تصور زښت زيات او نه ماتېدونکی څرګند او جوت سو، جګړه زياته اوږده سوه، لګښتونه يې د اند له پاسه سوه او دلته په ګران هيواد کي يې ماته او په نړۍ کي يې بدنامي، سپکاوی او د پخوانی اثر رسوخ له منځه تله د يقين تر پولي ورسېدل ، نو د امريکې خلکو، په خپله د امريکې حاکمي ډلي او نړي والو ته د دې جګړې تاواني توب جوت سو. او ها خوا دېخوا په دې اړه د نيوکو او اعتراضونو آوازونه پورته سوه. خو له بده مرغه په دې جګړه کي امريکايي او افغان لاس درلودونکو د ډول ډول مادي ګټو د استمرار او تر لاسه کولو په هدف دا حالات، خپلي تېروتني او خيانتونه پټول.

ټرامپ واک ته تر رسېدو دمخه لا د دې جګړې او د هغې د زښتو زياتو لګښتونو د بندېدو او د پای ته رسېدو او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو خیري کولې.

کله چي ټرامپ د امريکې ولسمشرۍ ته ځان ونوماوه ، د امريکايي عوامو د ډېرو رايو د ګټلو لپاره يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو او د مسلمانانو سره د ضديت شعارونه عنوان کړل. د ټرامپ چي د دې او ځينو نورو لاملونو په مټ واک ته ورسېد له هماغه پیله يې زموږ له واکمنو څخه بد راتله په ډاګه سول، خو له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو په اړه د خپلو مادي پالو جنرالانو او نورو غټو چارواکو د منفي بافيو، ليت ولعل، چل ول او تېرايستلو سره مخامخ سو. بالاخره د دغو چارواکو تر ډېرو بې ګټو او مغرضانه مشورو او منډو ترړو وروسته او په راتلونکې کي د بيا رايو ګټلو په هيله دې پايلي ته ورسېد چي په دې اړه د جنرالانو او اړوندو چارواکو د رايو په خلاف جدي سي، نو هغه وو چي ددې چاري د تحقق لپاره يې افغان توکمی خليلزاد وګوماره، د امریکايي غټو چارواکو د منفي څرګندونو او مخالفتونو سره سره يې په افغانسان کي د القاعدې او نورو شتون د امريکايي تېري لامل وباله او اوس يې د خپلي ماتي او لاچارۍ د پټولواو له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو په هکله د القاعدې او نورو سره د طالبانو د اړېکو غوڅول ځان ته يوه پلمه او د اوړو پزه کړل او اخر د امريکې او طالبانو توافقنامه لاسليک سوه.

خو امريکايي او افغان مادي پالو د خپلو هيوادونو او خلکو د ګتو اوهيلو په خلاف او په دې هيله چي د امريکا د ټاکنو په پايله کي ټرامپ له صحنې ووزي په ډول ډول پلمو د دغي توافقنامي پر ضد ګامونه واخيستل.

اوس چي جوبايډن دا زوړ، تجربه کاره طاغي د واکمنو ډلو په هلو ځلو او ان درغليو رامنځ ته سوی دی او پر دغه هيواد د حاکمو، سراښو، استفاده جو ظالمانو، د امريکې د باندي د جګړو د اورونو بلوونکو، فاسدو عناصرو او په ګران هيواد افغانستان کي د امريکې د پوځيانو د اوسېدو د پلويانو سر غنه او سرلاری باله سي، له دې سرکښ کافره د افغانستان او د نورو ځايونو د مسلمانانو په اړه د خير تمه لرل جدي اشتباه ده. هغه په وارو وارو ويلي دي او په وازه خوله نارې وهي چي زه په افغانستان کي « کوچنی ترهګرۍ ضد ځواک» پرېږدم، دا څه معنا ؟ دا خو د شورويانو غولوونکي خبري را په يادوي چي ويل يې «موږ افغانستان ته محدود قطعات لېږلي دي» ؟! همدغه بايدن په ۲۰۰۳ ع. کال پر عراق باندي د بريد ملاتړ ونه کړ او؟

بل د ګران افغانستان خلک خو د دغه اشغالګر هيواد يو عسکر هم دلته نه مني. نو چي داسي وي په ګران هيواد کي نه سوله راځي او نه د امريکې اشغال پای ته رسېږي، امريکايي عسکر به خوندي وي، هوايي بريدونه به دوی کوي، چاپې به هم وهي او مرګ ژوبله او خواري به د افغان عسکرو ، اتلو طالب جنګياليو او عامو خلکو په برخه وي. په داسي حال کي چي زموږ ټول کورني او بهرني دښمنان همدا وضع غواړي.

نو څه بايد وسي ؟
د اسلامي او افغاني وجدان غوښتنه داده چي ټول افغانان پراسلام او د خپل هيواد د عليا ګټو لپاره سره يو سي او ټول پردو ته (چي زموږ د ګران هيواد او خلکو د تباهۍ يوازيني لاملونه دي) په کلکه «نه!» ووايي او زموږ له هيواده د هر څه ژر وتلو غوښتنه ځني وکړي، له بې طرفو ديني عالمانو، پوهانو او مخورو څخه د نورو له لاس وهنو پرته لنډمهالی حکومت جوړ سي او د خلکو په مشوره امنيت راوستلو، د پردو د قواوو وتلو او د آزادو او شفافو انتخاباتو تر سره کولو ته لاره اواره کړي او بيا بل د خلکو د خوښي په پايله کي نوي رامنځ ته سوي حکومت ته واک وسپارل سي.

ګورئ افغانانو ! پر غدارو کفارو اعتماد مو تر دې لا خواروي او خپل که دي مړ کړي لمر ته دي نه غورځوي ! په زور هم کلي نه کېږي، نو خپله په خپله سپېڅلې خاوره کي سره جوړ راسئ !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا خبره هم د پام وړ ده: پر امریکائی ټولنه د حکومت واک اصلاً ددې او هغه شخص ( رئیس جمهور ) په انتصاب او تصمیمونو کی نه دی نغښتی بلکه پر امریکائی ټولنه یو مرموز سیسټم حاکم دی کوم چی ددې سیسټم انجینران یوه شپږ اووه کسیزه ډله ده او د سیسټم ټوله اراده او اداره د هغوی په واک کی ده ، هغوی حتی د شلو راتلونکو کلونو لپاره مثلاً همدا نن په اصطلاح برنامې جوړوی. په ۲۰۱۲ کال کی د ” سیمپسون ” پنوم تولید سوی کارتون کی هم د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو د پایلو دقیق… نور لوستل »

جمیل

محترم همت صاحب السلام علیکم و رحمةالله و برکاته!
د مشرک ، یهود او نصارا سره به د سولی توافق وسی خو د دی منافقینو سره ناشونی ښکاری ، که همدا اوس د امریکی زور او زر د دوی په لاس ورکړل سی تر هغه درو واړو کفارو به ډیر افغانان قتل کړی او تر هغو به ډیری ورانی وکړی .
کفار د اسلام سره دومره کلکه دښمنی نه پالی ، نه دومره کرکه ځنی کوی او نه هم دومره تاوان ور رسولای سی لکه منافقین ، له همدی سببه یی تاترینه دوږخ ځای دی .

عبدالواحد

ټرمپ یوسرزوره انسان وودهیچامشوره یی نه اوریده څه چه به زړه ورته وویل هغه یی کول دټولوغربی متحدینو فیصله یی له ایران سره فسخ کړه،له اسلامی ملکوسره یی هغه وضع شروع کړه چه دکولونه وه نن چه به یی کمه خبره وکه سبابه یی هیره وه منکربه ووزماپه نظراحمق ترین انسان وو،زه ګمان نکوم چه جوبایدن به داسی وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx