نړۍ

واشنګټن پوسټ: د ماتې سربېره ټرمپ اوس هم کولی شي، د امريکا ملي امنيت ته ډېر زيان ورسوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري پاروونکې څرګندونې د دې ښکاروندیي کوي، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ناکامۍ سربېره نوموړی لا هم د امريکا ملي امنيت ته ستر زيان رسولی شي؛ ځکه د ناکام او پارېدلي ولسمشر په واکمنۍ کې لا هم ۷۵ ورځې پاتې دي.

واشنګټن پوسټ په خپله سرمقاله کې ويلي، ټرمپ د خپل ډيموکراټ سيال پر وړاندې د ناکامۍ له اعترافه انکار کوي او هڅه کوي، چې په ټاکنو کې د درغلۍ او جعلکارۍ په ادعا وضعيت ترينګلی کړي او کولی شي، چې د خپلې ولسمشرۍ په وروستيو وختونو کې د امريکا ملي امنيت ته ستر زيانونه ورسوي.

واشنګټن پوسټ د دې زيانونو مثالونه ياد کړي، چې ټرمپ کولی شي، د ملي امنيت او استخباراتي ادارو کې لوړيوړي مسؤولين له دندو ګوښه کړي، يا خپلو مجرينو ملګرو ته بښنه وکړي.

ټرمپ له ټاکنو مخکې ګواښ کړی و، چې افغانستان او عراق کې د امريکايي پوځيانو او او ډيپلوماټانو کلونه کارونه به لغوه کړي.

ورځپاڼې همدارنګه اشاره کړې، چې ټرمپ کولی شي، په بهرنۍ تګلاره کې هم امريکا ته زيان ورسوي.

ټرمپ په تېر اکتوبر کې ويلي، چې ۴۵۰۰ امريکايي عسکر به سږ کال د کرسمس په راتلو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، همدارنګه د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم په بغداد کې د امريکايي سفارت د تړلو ګواښ کړی و. د ورځپاڼې په وينا که بغداد کې د امريکا سفارت وتړل شي، نو په عراق کې به د امريکا مداخله پای ته ورسيږي.

واشنګټن پوسټ وايي، که د ټرمپ دا پلان عملي شي، نو په منځني ختيځ کې به د امريکا ګټې له ګواښ سره مخ شي، همدارنګه به په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته زمينه برابره شي او ښايي طالبان يو ځل بيا واک ترلاسه کړي، همدارنګه په عراق کې د امريکا سفارت وتړل شي، نو ایران ته به دا چانس په لاس ورشي، چې هلته خپلې سټراټيژيکې موخې ترلاسه کړي، چې له مخې به يې امريکا له عراقه ووځي او پر ځای به يې ایران هلته خپل ټغر خپور کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، کېدای شي، ټرمپ د خپل سياسي راتلونکي په موخه له داسې کړنو لاس واخلي، خو غالب ګومان دا دی، چې کېدای ټرمپ دا کار وکړي او په دغه حالت کې به يې مسؤوليت د لوپوړو جمهوري پلوو سياستوالو پر غاړه وي، چې ټرمپ ته ډېر نږدې دي،د ساري په توګه لنډسي ګراهام او ورون جونسن.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx