افغانستان

عطامحمد نور: د ټاکنو د پایلو اعلان راته د موازي حکومت د اعلان زمینه برابره کړه

د بلخ والي عطا محمد نور د ټاکنیزو پایلو د اعلان په غبرګون کې پخپله رسمي برېښناپاڼه کې یوه اعلاميه خپره کړې ده اویلي يې دي چې د ټاکنیزو پایلو اعلان د نوموړي لپاره د بېل موازي حکومت لپاره د اعلان زمینه برابره کړې ده.
عطا محمد نور وايي چې د ټاکنو کمیسیون څو ځلې د دوی په غوښتنو پښې اېښې دي، ځکه خو یاد کمیسیون نوموړي ته د هر ډول مدني اقداماتو او آن موازي حکومت تر اعلانولو پورې زمینه برابره کړې ده. چې د هرډول کړنې مسوول مو کمیسیون دی.
عطامحمد نور پخپلو پلویانو غږ کړی دی چې که غواړي له خپلو رایو دفاع وکړي نو په پوره وس او هر ډول امکاناتو دې د دوی ملګرتیا وکړي.
د نور په خبره دوی د ټاکنو له کمیسیونه پرلپسې غوښتي چې سپینې او تورې رايې دې سره بېلې کړي، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
د ده له قوله د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې د ناظرینو په نه شتون کې د پایلو اعلان هیڅ ارزښت نه لري. د ده په خبره د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیڅ خپلواکي نه لري.
په پای کې عطا محمد نور ژمنه کړې ده چې دوی د سر تر وکړې د خپل حق غوښتلو ته تیار دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د لو مړيو پایلو اعلان وکړ، چې په پایله کې يې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶.۴۴٪ رايې او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳.۵۶٪ رايې اخيستي دي.
د لومړنیو پایلو ناکام نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله تېره شپه هم پخپلو خبرو ټنیګار کړی و او ويلي يې و، چې تر څو پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې نه شي، دوی ته به د پایلو اعلان معنی ونه لري.
د ډاکټر عبدالله د ټاکنیز کمپاین او دملي ایتلاف غړي فضل الرحمن اوریا هم ويلي و، چې د شپږو زرو محلونو د رایو له بيا کتنو او په رایې شمېرنه کې د دوی د ناظرینو له شتون پرته د پایلو اعلان د ټاکنو د کمیسیون او اشرف غني د ټیم له لوري د کودتا اعلان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

اوس نو ښاغلی کرزی ته بله هیڅ د بهانې خبره پاتی نسوه چی ووایی عطامحمد نور باندی ښکاره دخیانت تور نلری!؟
هغه پدي اعلان سره علناً د تقلب او دسایسو کی د لاس لرلو اعتراف وکړ او باید لکه یو فردئ جاسوس ونیول سی

الحاج استاذ بیانزی

صباوون صاحب السلام علیکم : د اوسنی غلامی اداری ټول لوړ پوړی او منځ پوړی چارواکی لکه ریس جمهور ، معاونین یی ، وزیران ، والیان ، ریسان ، جنراالان او نور ټول د ۵۰ هیوادو له جملی له یوه هیواد سره په نکاح کی تړلی دی یو حق نه لری د بل نکاح ښکلی مقرر او با برطرف کړی ، هر یو پاچا دی . دا د اشغلګرو ستونزه بلکه دایی لاسته راوړنه ده ، که غلامه خود کفا ، باکفایته او مخلصه وی نو د اشغلګرو د حضور اړه نشته دوی هر یو یو د بل له ویری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x