شعـــــرونه

ژوندون مې ستا د سترګو په کرم باندې روان دی/ خدرخېل

جانان خدرخېل

ژوندون مې ستا د سترګو په کرم باندې روان دی
جانان دې د مجنون نقش وقدم باندې روان دی

د سوي زړۀ داغونه په کاغذ انځورومه
د سترګو نم مې ګوره چې قلم باندې روان دی

زۀ څنګه د ارام ژوند په جنت کې قدم کېږدم
ولس چې د حالاتو جهنم باندې روان دی

جنونه دا د مینې کوم حدونه دي حیران یم
چې پښې ږدي په ازغیو، ګل په بم باندې روان دی

جنت نه راوتلی، زوی یې زوی ورته وژلی
دا څنګه امتحان دی چې آدم باندې روان دی

زموږ وینې یې وخوړې، خنزیر غوندې پرې چاغ شول
د ډېرو ژوند چې دی نو زموږ غم باندې روان دی

جانانه “خدرخېله” مسلمان یار ته دې ګوره
بیخي د کافرانو په رقم باندې روان دی

۱۳۹۸/۱۲/۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x