نظــر

ايا بايډن به بايللې جګړې ته دوام ورکړي؟

لطیف الله قمري

دا به ستونزمنه وي، چې ووايو امريکا ماتې خوړلې؛ خو دا چې امريکا په افغانستان کې جګړه بايللې، دا انکار نه کېدوونکی حقيقت دی. امريکا لا هم پر نړۍ تسلط لروونکی ځواک دی؛ خو دا هم حقيقت دی، چې افغان شل کلنه جګړه کې د امريکا د کاميابۍ هيڅ راز څرک نه ليدل کېږي، بلکې د څرګندې ماتې او تسليمۍ علامې يې له ورايه برېښي.

دا چې امريکا خپله بايللې جګړه پر سوله تعبير کړه او د امريکا د بايللي اعتبار د اعادې لپاره يې تر دې يو ښه انتخاب نه درلود، دا د امريکا لپاره د مخکني ولسمشر ټرمپ او ځانګړي استاذي خليلزاد لاسته راوړنه ګڼل کېدلی شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې جوبايډن به بايللې جګړه او که د اعتبار جوړونې خبرې اترې تعقيب کړي؟
جګړه خوښو او د واک تږو د دې انتظار کاوه؛ تر څو د امريکا انتخابات تر سره شي او امريکا له شوې توافقنامې لاس په سر شي او دوی خپل نا مشروع واک ته دوام ورکړي، خو دا دی د امريکا انتخابات تر سره شول او واک نوي رئيس جمهور ته انتقالېږي، خو د دوی دا خوب به خوب پاتې شي او امريکا به هيڅکله هم بايللې جګړې ته ستنه نشي، ځکه امريکا اوس دوه انتخابه لري:
لومړی دا چې بايللې جګړه له سره پيلول، چې د کاميابۍ هيڅ څرک يې نشته، چې دا کار به هيڅ معقول انسان ونکړي. که فرض کړو چې امريکا به دا فرعوني حرکت تر سره کړي، نو بيا هم لنډ وخت وروسته به خپله تېروتنه درک او له جګړې به لاس په سر شي، ځکه د تاريخ په اوږدو کې استعمارګرو قوتونو هېوادونه د عمر لپاره له ځان سره ندي ساتلي او نه يې ساتلی شي.

دويم دا چې امريکا به د خپل اعتبار د ساتنې لپاره پر دواړو لوریو فشار راوړي، تر څو روانې خبرې اترې جاري وساتي او جګړه پر سوله یيز ډول حل کړي، چې دا انتخاب هم د امريکا د اعتبار او هم د افغانستان د عزت، برم او امنيت د اعادې لپاره ګټور دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

که د پورته لیکنی لیکونکی پر خپلی لیکنی واقعاً عقیده ولری نو د لیکنی د وروستیو دوو کرښو د تحقق لپاره باید طالب جان ته دا دروند پیغام هم ور ولیږی چی: طالب باید د ” سولی ” د شکل او محتوا څخه د لجوجانه او خپل سری تعبیر د ټینګار څخه لاس واخلی او ځان او نورو ته اجازه ورکړی چی د ” سولی ” د تعریف لمنه زموږ د تاریخ او جغرافیا په پراخوالی پراخه وی. د طالب په ضمیر کی د ” سولی ” تعبیر = تسلیمی ادامه به د هغوی او مظلومو افغانانو د بیځایه وینو… نور لوستل »

عبدالواحد

اوس نه په امریکاکی هغه اقتصادی قوت پاته دۍ لکه پخواچه یی درلود،اونه یی ناټوپکت هغسی طابع دۍ لکه پخواچه وو،نه اسلامی ملکونه هغسی کمزوری دی لکه پخواچه وواوس داسلامی ملکوپکت پرجوړیدودۍ لږنور حرکت ته ضرورت لری الله دی طیب اردوان ژوندۍ لری اوس ترکیه ترامریکانده ډیره په کمه زمانظرخوراته وایی چه جوبایدن دافغانستان دمسئلی دپاره ترټرمپ ښه دۍ.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx