شعـــــرونه

له مسلمانو نه همدغه توقع ده زما/ بسمل

محمد عليم بسمل

له مسلمانو نه همدغه توقع ده زما
چې حسین مړ کړي او حسن په نیمه لار پریږدي

وخت به دې داسې نا آشنا کوڅو ته راولي چې
فکر دې وتمبیږي عقل دې هم کار پریږدي

داسې خلک هم شته چې علي د خدای لپاره وژني
سړی مجبور شي په ښو خلکو اعتبار پریږدي

ستا په وجود کې ژوند د یو توت ارزښت هم نلري
یا بسمل مړ کړﺉ یايې پريږدﺉ چې دا ښار پریږدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx