شعـــــرونه

بې تا د بلا خولې ته برابره زندګي/ ريحان

شفاعت ريحان

بې تا د بلا خولې ته برابره زندګي
بې تا کله تېرېږي د زړۀ سره! زندګي

نو خدای به څنګه نه ترې راضي کېږي قربانکه!
جهاد کې چې څوک تېره کړي اکثره زندګي

چې ستا د کعبې تور پلو مې پروت د زړۀ په سر وای
له دېنه به مې چيرته موندل غوره زندګي؟

هر ځل به مې وجود درته د اور په څڼو ږدمه
که خدايه! بېرته را دي کړل له سره زندګي

چې ستا لېونی حُسن مې د وخت درياب کې بايلود
هغه نه ورپسې شوه در بدره زندګي

څۀ زۀ او څۀ به تۀ راسره لاره وړې صاحبه!
په ګډه به يې تېره کړو پرهره! زندګي

نامرده شفاعته! ليونۍ شوم، بېرته راشه
کيف اخلي ستا د سترګو له کوثره زندګي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx