افغانستان

ټرمپ د دفاع وزير مارک اسپر له دندې ګوښ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو کې له ناکامۍ وروسته ستره پرېکړه کړې او د دفاع وزير مارک اسپر يې له دندې ګوښه کړی دی.

ټرمپ په خپل ټويټ کې د مارک اسپر د ګوښه کولو اعلان کړی دی.

هغه ويلي: «زه په ډېره خوښۍ تاسې ته خبر درکوم، چې د ترهګرۍ پر ضد د ملي ادارې مشر کسرټوفر ميلر د دفاع وزارت چارسمبالی اعلانوم.»

د دفاع وزارت نوی چارسبمالی کرسټوفر ميلر

ټرمپ ويلي، د دې حکم تعميل به سمدستي کيږي او کرسټوفر به خپله دنده پيلوي.

ولسمشر ټرمپ تر اوسه د مارک اسپر د ګوښه کولو لامل نه دی روښانه کړی، خو رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې د دواړو ترمنځ له تېرې اوږدې مودې راهيسې اختلافات راپيدا شوي وو.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» د ټرمپ د تازه پرېکړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

امريکايي رسنۍ وايي، مارک اسپر له تېر څه وخته له خپلې دندې د ګوښه کېدو لپاره په تياري بوخت و او دې ته هم چمتو و، که ټرمپ د ۳م نومبر په ټاکنو کې بريالی شي، دی به خپله دنده پرېږدي.

د رپوټونو له مخې په امريکا تېر کال د پوليسو له لوري د يوه تور پوستي له وژلو وروسته، چې امريکا کې مظاهرې او لاريونونه پيل شول، ټرمپ يې د قابو کولو لپاره پوځ لېږلی و، خو مارک اسپر ورسره مخالفت کړی و.

اسپر ويلي و، د پوځ لېږل بايد وروستی غوراوی وي او تر اوسه وضعيت داسې حالت ته نه دی رسېدلی.

ويل کيږي، چې د ناټو پوځي ايتلاف په اړه هم د ټرمپ او مارک اسپر ترمنځ جنجالونه روان وو.

مارک اسپر د ۲۰۱۹ کال په جولای کې له جيمز ميټس وروسته د دفاع وزير ټاکل شوی و.

جيمز ميټس هم له ټرمپ سره د اختلافاتو له امله خپله دنده پرېښې وه.

د يادونې وړ ده، چې د ټرمپ په تېره څلور کلنه دوره کې د سپينې ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو سربېره د کابينې ګڼ شمېر غړو له ټرمپ سره د اختلافاتو له امله خپلې دندې پرېښې دي.

له افغانستانه د پوځيانو د ويستل او له ایران سره د کړکېچ څارلو ستر مسؤوليت مارک اسپر هم پر غاړه و.

نوموړی د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو نږدې ملګری بلل کيږي او دواړه په حربي پوهنتون کې د زده‌کړې له وخته ملګري دي.

نوموړی د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو نږدې ملګری بلل کيږي

مارک اسپر د منځي ختيځ په جګړو کې برخه اخيستې وه او د ۱۹۹۱ کال په جګړه کې د ایربون کنډک مهم غړی و.

ګوښه شوی دفاع وزير د امريکايي سياستوالو د سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړي دي. د ساري په توګه د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزير چيګ هيل سلاکار هم و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx