افغانستان

فاریاب: د المار ولسوالۍ پر امنیه قومانداني موټر بم برید درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ باندې موټر بم برید د امنیه قوماندان په ګډون ګڼو عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.

د فاریاب د ولایتي شورا یو تن غړی «نادر سعیدي» وایي، طالبانو تېره شپه یوولس بجې شاوخوا د المار ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ باندې لومړی موټر بم برید ترسره کړی او تر هغه وروسته د څو ساعتونو لپاره له عسکرو سره جنګېدلي.

نوموړی که څه هم په برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه په ډاګه کوي؛ خو په خبره یې، په برید کې ګڼ شمېر عسکر او پولیس وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

بل لور ته د فاریاب والي «نقیب الله فایق» بیا وایي، په برید کې شپاړلس تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له منځه یې څلور تنه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي.

فاریاب کې مېشت خبریال «قطب الدین کوهي» پر خپله فسبوک پاڼه د دولتي سرچینو له خولې لیکلي، چې د تېرې شپې په برید کې څلور تنه دولتي عسکر وژل شوي او د امنیه قوماندان «بسم الله» په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.

د کوهي په خبره، په موټر بم برید کې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx