افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د امریکا نوی حکومت دې جنګ غوښتونکو کړیو ته متوجه وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو نوماند «ډونالډ ټرمپ» ماتې خوړلې او ښايي واک د ډیموکراټانو نوماند «بایډن» ته وسپارل شي ؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې د امریکا له راتلونکي حکومت غوښتي، چې د دوحې تړون عملي کړي او د جنګ خوښوونکو کړیو او اشخاصو کړنو ته متوجه اوسي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د امریکا د ټاکنو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې  ټاکنې او بدلونونه د یاد هیواد کورنۍ موضوع بلل شوې؛ خو تر څنګ یې د امریکا پر نوي ولسمشر او حکومت ټینګار شوی، چې د دوحې تړون  عملي کېدل د اوږدې جګړې د پای ته رسولو او د دواړو هیوادونو تر منځ د شخړې د حل کولو او ښه راتلونکي درلودلو لپاره یوه ښه لار ده او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د یو بل په چارو کې نه مداخله او د افغانستان له خاورې څخه د امریکا پر ضد نه استفاده د دواړو ملتونو په ګټه دي.

خبرپاڼه کې وړاندې طالبانو ځان د دوحې تړون ته ژمن بللی، په راتلونکي کې يې د امریکا په ګډون له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو درلودلو هیله څرګنده کړې او د امریکا له نوي ولسمشر یې غوښتي چې جنګ خوښوونکو کړیو  ته متوجه واوسي « د امریکا راتلونکي جمهور رئيس او حکومت ته په کار ده چې هغو جنګ غوښتونکو کړیو، اشخاصو او جهتونوته متوجه وي چې روان جنګ جاري ساتل غواړي، امریکا لا هم په جګړه کې ښکیله ساتي او د جګړې په جریان کې خپلې شخصي ګټې لټوي او د خپل قدرت د بقا هڅه کوي.»

د طالبانو له قوله، دوی اوس هم مذاکرات د شخړو د حل لپاره یوه معقوله او ښه لار بولي او هیله لري چې داخلي ستونزه هم د خبرو له لارې حل شي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو د غیر رسمي پایلو په اساس ټرمپ ماتې خوړلې او جوبایډن بریالی شوی.

د کابل حکومت چارواکو جوبایډن ته د بریا مبارکي ورکړې او له نوموړي يې غوښتي، چې د افغان سولې پروسې او له طالبانو سره په کړو هوکړو بیا ځلې غور وکړي.

د کابل له لوري دغه غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونه خبرو ته ناست دي.

بل لور ته شنونکي بیا د افغانستان د جګړې په تړاو د ټرمپ او بایډن پالیسي ورته بولي او په دې نظر دي، چې بایډن به هم د ټرمپ په څېر د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي او عسکر به له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx