نړۍ

د فلسطین د «خپلواکۍ» تنظیم اجرائیه مشر صائب عریقات د کرونا له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د رسنیزو راپورونو په اساس د فلسطین د خپلواکۍ ملي غورځنګ(حرکة التحریر الوطني) اجرائیه مشر ډاکټر صائب عریقات د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د فلسطین د خپلواکۍ ملي تنظیم(حرکة التحریر الوطني الفلسطیني) ددې خبر په تایید سره ډاکټر صائب عریقات انځور د عمرازۍ له پیغام سره نشر کړی او نوموړی یې یاد ګوند او فلسطیني ولس ته نه ستړی کېدونکی سیاسي مبارز یاد کړی دی.

ډاکتر صائب عریقات چې د فلسطین د خپلواکۍ ملي ګوند اجرائیه مشر ؤ، په کرونا ناروغۍ له اخته وروسته د روانې نومبر میاشتې په لومړیو کې د فلسطیني چارواکو په غوښتنه د اسرائیلو پلازمینې تل أبیب یو روغتون ته لیږدول شوی ؤ.

له یوې اونۍ درملنې وروسته نوموړي نن د سه شنبې په ورځ د اسرائیلي ډاکټرانو تر سرپرستۍ لاندې روغتون کې ساه ورکړه، چې جنازه به یې فلسطین کې خاوروته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx