افغانستان

روغتیا وزارت: دوه نیم میلیونه افغانان نشه یي توکي کاروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي، په افغانستان کې دوه نیم میلیونه کسان له نشه يي توکو څخه ګټه اخلي، چې پنځمه برخه یې په همدې توکو روږدي دي.

جواد عثماني دغه څرګندونې نن په هغه مراسمو کې کړې، چې تر درملنې وروسته د ۳۰۰ روږدو کسانو د رخصتولو په مناسبت رابلل شوي وو.

نوموړي وویل، چې اوسمهال دوه نیم میلیونه کسان له نشه يي توکو استفاده کوي، چې له ډلې یې نیم میلیون ورباندې روږدي هم دي.

عثماني وړاندې زیاته کړه، چې په هیواد کې د نشه يي توکو د کارولو د کمښت او د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو د زیاتوالي په لټه کې دی او دا کار یې د وزارت په لومړیتوبونو کې شامل کړی.

د نوموړي له قوله، له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د روږدو کسانو د درملنې څلورر مرکزونه جوړوي او تر څنګ یې د اوس لپاره څلور سوه نور روږدي کسان تر درملنې لاندې نیسي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر دوه نیم میلیونه یاد کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx