نړۍ

د ناګورونو قره‌باغ لانجه؛ اذربايجان او ارمينيا د روسيې په منځګړيتوب د سولې تړون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): اذربايجان او ارمينيا د ناګورونو قره‌باغ لانجمنې سيمې په اړه د روسيې په منځګړيتوب د سولې تړون وکړ.

له تېرو شپږ اونيو راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ روانه نښته د روسيې په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
د ارمينيا ولس په دې تړون خوابدی دی او د دغه هېواد لومړي وزير نکول پاشنيان هم دغه تړون د خپل ولس لپاره ځورونکی بللی دی.

ناګورونو قره‌باغ د نړيوال قانون له مخې د اذربايجان خاوره ده، خو په ۱۹۹۲ کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته ارمينيا دا سيمه ونيوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې خونړۍ جګړې شوي دي.

په ۱۹۹۴ کې دواړو هېوادونو د سولې تړون پر ځای اوربند و، خو د روان ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او د درې ځل اوربند سربېره هم جګړو دوام وکړ.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي، د سولې له تړون وروسته د ارمينيا پوځيان له ناګورنو قره‌باغ سيمې ووتل او دغلته د روسيې سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين هم ويلي، چې ۱۹۶۰ روسي عسکر يې د اوږدمهالي سوله‌ييز ماموريت په موخه هلته لېږلي او د سولې دغه تړون يې د اذربايجان او ارمينيا دواړو ولسونو په ګټه بللی دی، چې له مخې به يې جګړه پای ته ورسيږي.

په دې تړون کې څه دي؟

نن سه شنبه د لاسليک شوي تړون له مخې د ناګورونو قره‌باغ هغه سيمې به د اذربايجان تر واک لاندې وي، چې د روانو جګړو پر مهال يې نيولي دي.

د نوي تړون له مخې دواړه لوري به د يوه بل بنديان هم خوشې کوي.

د اذربايجان ولسمشر عليف الهام ويلي، ترکيې هم په دې تړون کې برخه اخيستې ده.

د اذربايجان خلک او پوځيان د سولې تړون په ملاتړ خوښي کوي

الهام دا تړون «تاريخي» بللی او زياته کړې ده، چې ارمينيا دا تړون «په نه زړه منلی دی.»

د ارمينيا په پلازمېنې يرې وان کې ګڼ شمېر خلک راوتلي او د دې تړون په مخالفت کې شعارونه ورکوي، په داسې حال کې د اذربايجان ولس بریا او خوښي نمانځي.

د ارمينيا په پلازمېنې يرې وان کې ګڼ شمېر خلک راوتلي او د دې تړون په مخالفت کې شعارونه ورکوي

د ناګورونو قره‌باغ په اړه تاريخي خبرې

• ناګورونو قره‌باغ تقریبا ۴۴۰۰ کيليومټره غريزه سيمه ده.

• له ډېر وخته دلته د ارمينيا مسيحيان او ترک مسلمانان ژوند کوي.

• د پخواني شوروي اتحاد پر مهال دا سيمه د اذربايجان دننه يوه خپلواکه سيمه بلل کېده.

• په نړيواله کچه دا د اذربايجان برخه بلل کيږي، خو ډېری اوسېدونکی يې د ارمينيا له نسل څخه دي.

• د اذربايجان تش په نوم جمهوريت د ملګرو ملتونو هېڅ هېواد په رسميت نه پېژني.

• له ۱۹۸۸تر ۱۹۹۴ کال پورې دغلته د اذربایجان او ارمينيا ترمنځ د جګړو پر مهال لس لکه خلک بې کوره شوي وو.

• بېلتونپالو له تېرو څو کلونو راهيسې د اذربايجان يو شمېر اضافي سيمې هم لاندې کړي دي.

• په ۱۹۹۴ کال کې له اوربند وروسته د دې جنجال په اړه کوم پرمختګ نه و شوی.

• ترکيه په ښکاره د اذربايجان ملاتړ کوي.

• روسيه د ارمينيا ملاتړ کوي او په ارمينيا کې د روسيې پوځي اډه هم شته.

• د روان ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه يو ځل بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوه.

• د اې ايف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې په دغه جګړه کې تر اوسه له دواړو لوريو ۱۲ سوه کسان وژل شوي او ويل کيږي، چې د وژل شوو شمېر تر دې هم ډېر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx