افغانستان

طالبان: پر تعلیمي ادارو د بریدونو «افواهات» خپرول د «کابل ادارې» شوم پلانونه په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د ښوونیزو مرکزونو یو شمېر ښوونکو او مسئولینو وویل، حکومت ورته د طالبانو د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د ښوونیزو بنسټونو او مرکزونو ملاتړ او امنیت ته ژمن دي او د حکومت له لوري په همدې تړاو د «افواهاتو خپرول» ښيي، چې «هغوی کوم شوم پلان» طرحه کړی دي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د کابل ادارې مشرانو، ځينو تعلیمي ادارو ته خبرداری ورکړی چې ګنې (خدای مه کړه) د اسلامي امارت مجاهدین په ځينو پوهنتونونو باندې د برید او ضرر رسولو پلان لري. اسلامي امارت په هیواد کې د تعلیمي ادارو، پوهنتونونو، لیسو، مکاتبو، مدارسو او نورو عام المنفعه ځایونو څخه حمایت، څارنه او د اړتیا په وخت کې کلکه ساتنه کوي.»

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې طالبان د ښوونیزو مراکزو د لا مصئونیت او تقویې په لټه کې دي او په دې تړاو د «تشویشونو او افواهاتو» خپرول د حکومت له «شومو پلانونو» څخه پرده پورته کوي « شک نشته چې د کابل ادارې استخباراتو به د خپلو داعشي ملیشو او یا د خپلو شریرو کارمندانو په وسیله د داسې کومې بدې کړنې پلان طرح کړی وي، ترڅو د اسلامي امارت د مجاهدینو په اړه غلط ذهنیت خپور کړي.»

طالبانو ددې تر څنګ د ښوونیزو مرکزونو پر مسئولینو غږ کړی، چې خپل امنیت ته بشپړه توجه وکړي او د حکومت له استخباراتو سره پام وکړي.

یاده دې وي، چې د حکومت له لوري پوهنتونونو ته د احتمالي بریدونو خبرداری داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې د کابل پر عمومي پوهنتون یوې «مبهمې حملې» چې ظاهرا یې پړه داعش ډلې پر غاړه واخیسته؛ لسګونه محصلین مړه او ټپيان کړل.

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو او ښوونکو حکومت تورن کړ، چې پر پوهنتون د برید په ترسره کولو کې یې لاس درلود او له همدې لارې يې غوښتل د سولې پروسه سبوتاژ او طالبانو په اړه عامه ذهنیت خراب کړي.

نن له کابل څخه يو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې تازه حکومت د کاردان او کاتب پوهنتونونو په ګډون ګڼو ښوونځیو او پوهنتونونو ته خبر ورکړی، چې ګواکي طالبان غواړي برید ورباندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

طالبان دملت نماینده ګان دی باید دعلمی مراکزودامنیت دپاره له محصلینومحافضان وټاکی چه تښتیدونکۍ حکومت بیاداسی حمله ونکی ونکی.

عمر

د ذبيح الله مجاهد لپاره بايد دا وويل شي چه څنګه درته ددي عسکرو وژل جايز او حلال دي او ددي نظام د هغو کړيو محصلين او کاريګر چه ددي نظام دفاع او ددي نظام تنخوا ګاني خوري حرام دي،
دا فتوا د کوم مذهب د رايي موافق ده
ايا په دي عالي تعليمي ادارو کي ورته کوم درسونه ورکول کيږي،
بايد انصاف وشي او ددي خطونو په نشر عوام ونه غولوي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx