نړۍ

مستونګ-بلوچستان: ناټو ته تیل وړونکي ۱۹ ټانکران وسوځول شول

peshawar_blast_in_oil_tankerنن ټکی آسیا: د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د مستونګ په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له خوا چي شمېر يې تر ۱۲ پوري رسیدی، د ناټو لپاره پر تیل وړونکو ټانکرانو برید کړی، چي په ترڅ کې د ځینو راپورونو سره سم ۱۹ ټانکران وسوځول شول، خو د مرګ ژوبلي په اړه کوم راپور نه دی ورکړه شوی.

ددې دوه ورځي تر مخه هم د کویټي ښار پر پوله د هزارګنجي سره ۳ ټانکران سوځول شوي وه.

باید وویل شي چي د پاکستان له لاري د ناټو لپاره څلویښت فیصده تیل او نور جنګي سامان او الات رسیږي، چي څلویښت نور يې د افغانستان د شمالي لارو او ۲۰ فیصده يې د هوا له لاري افغانستان ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx