افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: شانګهای سازمان دې یوازې د جمهوریت په چوکاټ کې له سولې ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره په خپله نننۍ ناسته کې له هغوی غوښتي، چې د جمهوریت په چوکاټ کې له سولې پروسې ملاتړ وکړي او له افغانستان سره د «ترویزم ضد مبارزه» کې مرسته وکړي.

غني په یاده ناسته کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې، هغوی یې د جګړې د شدت په زیاتوالي تورن کړي او د شانګهای سازمان له غړو هیوادونو یې غوښتي، چې یوازې د «اسلامي جمهوري افغانستان» په چوکاټ کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان یوازې څلور سلنه خلک د طالبانو پلویان دي او نور پرېکنده اکثریت له حکومت ملاتړ کوي؛ نو ځکه باید نړیوال له دولت سره همکاري کړي او اقلیت «طالبان» پر اکثریت «حکومت» ونه تپي.

د غني له قوله، افغانستان د «نړیوالې ترهګرۍ» په وړاندې روانې مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او له ګنو «تروریستي ډلو» سره لاس او ګریوان دی چې د سولې پروسه او نړیوال امنیت ګواښي.

دده په خبره، په افغانستان کې ګڼې «ترهګریزې ډلې» فعالیت لري چې د انساني او نشه يي توکو په قاچاق کې له یو بل سره همکاري کوي او له امله یې د افغانستان د جګړې تعریف ستونزمن شوی.

د غني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته ناست دی او په جریان کې يې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو لوړپوړي چارواکي د طالبانو د سیاسي دفتر لور ته ور مات دي، تر څو له هغوی سره د افغانستان په تړاو خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx