ورزش

راشد خان د دریم وار لپاره په انګلستان لیګ کې تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغان ملي لوبډلې غوره توپ اچونکي راشد خان په انګلستان ویټالیټي بلاسټ لیګ کې د دریم وار لپاره د سسېکس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

راشد خان چې تازه له هند غوره لیګ څخه فارغ شو او لوبډله یې په نیمه پایلوبه کې له سیالیو بهر شوه، په نږدې راتلونکې کې په بیګ باش لیګ کې ګډون لپاره استرالیا ته سفر وکړي.

۲۲ کلن راشد خان په انګلستان لیګ کې د سسېکس لوبډلې سره په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونو کې هم لوبېدلی دی. خو په ۲۰۲۰م کال سیالیو کې د ویسټ انډیز کارابین لیګ او د هند غوره لیګ سیالیو د ځنډ له امله ونشو کړای تړون وکړي.

اوسمهال راشد خان په هر ډول شل اوریزو کې ۲۳۷ سیالۍ ترسره کړي، چې له مخې یې ۳۲۷ لوبغاړي سوځولي دي. هغه له سسېکس لوبډلې سره په دوه پړاوونو کې په ۶.۹۷ اوسط ۲۴ ویکټې اخیستې دي.

راشد خان په روان ۲۰۲۰م کال شل اوریزو سیالیو کې تر بل هر لوبغاړي زیاتې ۴۸ ویکټې اخیستې دي.

د سسېکس لوبډلې مشر روزونکي جیمس کرټلي د راشد خان سره یو وار بیا په تړون خوښې ښودلې، هغه وایي، «په ټوله نړۍ کې لوبډلې غواړي چې راشد خان په خپله لوبډله کې له ځان سره ولري، په دې تړاو د سسېکس لپاره ښه زیری دی چې راتلونکی کال ورسره راشد خان لوبیږي».

راشد خان هم یاد لیګ کې په یو وار بیا شاملېدلو خوښي ښودلې او د یوه ویدیويي پيغام له لارې یې دغه لوبډلې او مینوالو مننه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx