افغانستانسولې اړوند خبرونه

عمران خان: د افغانستان دننه او د باندې ځیني کړۍ د سولې مخالفت کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وايي، د افغانستان دننه او بهر یو شمېر کړۍ د یاد هیواد د سولې او ثبات مخالفت کوي چې باید نظر ورباندې وساتل شي.

عمران خان دغه څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان په هغه ګډه ناسته کې کړې چې د کابل حکومت، هند، روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو پکې برخه درلوده.

خا ن ویلي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او پاکستان به دې باور دی چې هر څه باید د سولې او مذاکراتو له لوري حل شي او مذاکره کوونکي ټیمونه د خبرو له لارې سیاسي جوړ جاړي ته ورسېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په موخه له کېدونکو هڅو ملاتړ کوي او د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې يې د تسهیل کوونکي په حیث رول لوبولی؛ خو په خبره یې، ددې لپاره چې رغنیزې او د جوړجاړي هڅې نورې هم پراخې شي، د افغانستان د ننه باید د جګړې د شدت کچه راټيټه او اوربند ته زمینه مساعده کړل شي.

عمران خان که څه هم د کوم ځانګړي هیواد یا شخص نوم نه دی اخیستی؛ خو په خبره يې، د افغانستان دننه او بهر د سولې پروسې مخالفت کوونکي شته چې نه غواړي افغانستان له سولې او ثبات برخمن شي؛ نو ځکه باید ژور نظر ورباندې وساتل شي.

نوموړي ددې تر څنګ غوښتنه کړې، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بیرته ستنېدل باید د سولې په توافقنامه او تړون کې ځای کړل شي.

د عمران خان له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې روان دي؛ مګر د کابل حکومت مشران د امریکا له نوي احتمالي ولسمشر «جوبایډن» غوښتنه کوي چې له طالبانو سره په شویو هوکړو بیا ځلې غور وکړي.

کابل حکومت تمه لري، چې بایډن به له طالبانو سره د امریکا لاسلیک شوې توافقنامه لغوه او یا تغیر کړي او یا به هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

SPEEN PATTAN SPEENNY KHABARI KAWI

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx