ټولنیزه برخه

راځئ چې خپل چاپیریال پاک وساتو!

ضيا الرحمن الکوزى

د طبیعي پاک چاپیریال لپاره ذهني پاک چاپیریال اړين دى او دا زموږ د ټولو یوه اخلاقي وجیبه بلل کیږي.

زموږ شاوخوا موجوداتو ته چاپیریال وایي او په عمومي توګه چاپیریال په دوه ډوله دى.

لومړى: ژوندى چاپیریال

دوهم: غیرې ژوندى چاپیریال

په ژوندې چاپیریال کې ټول ژوندي موجودات شامل دي لکه انسانان، حیوانات، نباتات، او کوچني ذره بیني اجسام چې په سترګو نه لیدل کیږي.

همدارنګه په غیرې ژوندیو موجوداتو کې ټول غیرې ژوندې موجودات شامل دي لکه اوبه، هوا، خاوره، تیږه، او داسې نور.

پاک چاپیریال له هغه ځای څخه عبارت دى چیرته چې انسانان او نور ژوندي موجودات سالم ژوند ولري او خپل ورځنى ژوند په اسانۍ سره مخته بوځي.

ککړ چاپیریال بيا هغه ځاى ته وايى چیرته چې ژوندي موجودات خپله سلامتیا له لاسه ورکوي او د ژوند له پرمختګ نه وروسته پاتې کېږي حتی په ځینو حالاتو کې د ککړ چاپیریال له امله ژوندي موجودات خپل ژوند له لاسه ورکوي او د تل لپاره له منځه ځي.

موږ ته تر ټولو خوږ او ارزښتناکه شى ژوند دى خو متاسفانه چې د ناپوهۍ له امله مو خپل ژوند له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى.

که چیرته موږ خپلو ورځنيو کړنو ته متوجه نشو او په سمه توګه له طبیعي زیرمو نه ګټه وانخلو نو په راتلونکي وخت کې به د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند له سترو ګواښونو سره مخ شي. او که چیرته موږ په ورځني ژوند کې چاپیریالي قوانینو ته په کتو سره له طبیعی زیرمو نه خپلې اړتیاوې پوره کړو نو د راتلونکو نسلونو ژوند ته به مو هم سلامتیا په برخه شي او له سترو ګواښونو نه به هم په امان کې پاتې شي.

الله تعالی انسان ته په ټولو مخلوقاتو برتري ورکړې ده او د دنیا ټول کاینات یې د انسان لپاره تابع ګرځولي او د دغو کایناتو له جملې څخه یو هم طبیعي چاپیریال دی چې موږ او تاسو په کې ژوند کوو او له همدې طبیعی چاپیریال څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوو لکه هوا د تنفس لپاره، اوبه د څښلو لپاره او همدارنګه ځمکه او خاوره د کروندې لپاره کاروو.

بشر د خپل پیدایښت نه را پدیخوا دا کوښښ کوي چې د طبیعي چاپیریال څخه بلخصوص له حیواناتو او نباتاتو څخه مختلفې ګټې تر لاسه کړي.

ټول ژوندې موجودات د ژوند د بقا لپاره خوړو، اوبو، هوا، هستوګنځای، تکثر او تولد ته اړتيا لري او هر ژوندى موجود د خپلو اړینو موادو او انرژي لپاره د طبیعي چاپیریال سره مستقیمې اړیکې لري.

د طبیعی چاپیریال توازن ساتل د اسلام سپیڅلي دین له اړينو لارښوونو څخه دي چې د طبیعي زیرمو څخه د ګټي اخستنې په لارو چارو کې باید د توازن څخه کار واخلو ځکه الله تعالی په کایناتو کې هر څه په حساب او ځانګړې اندازه پیدا کړي دي.

الله تعالی په قرآن کريم کې فرمایي ( وَکُلٌ شَيْءٍ غِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ،الرعد/۸)

ژباړه: هر څه الله تعالی سره په اندازې دي.

نو هر څه یوه معینه اندازه لري چې باید په سمه توګه ترې ګټه واخستل شي تر څو له منځه لاړ نشي ځکه دغه زیرمې یواځې د اوسني نسل نه بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم دي.

نو ویلى شو چې زموږ ژوند په چاپیریال پورې تړلى دى، یعنې پرته له طبیعي چاپیریاله زموږ ژوند ناشونى دى. انسان په دې مکلف دی چې د خپل ژوند د بقا لپاره خپل چاپیریال پاک وساتي او زموږ مبارک دین هم د چاپیریال په پاکوالي ډیر ټينګار کړى دى، لکه چې نبي عليه السلام په يوه حديث شريف کې فرمايي: پاکوالى د ایمان یوه برخه ده. يعنې کامل مومن هغه څوک دی چې خپل روزمره ژوند کې پاکوالى مراعت کړي.

د پاک چاپیریال ګټي!
د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې د انسانانو د مړینې لامل ګرځي.

۱: پاک او زرغون چاپیریال زموږ په ژوند او سلیقې باندې دلالت کوي یعنې هغه څوک چې د پاک او زرغون چاپېريال څښتنان وي د ژوند سویه یې لوړه او ښه بریښي.

۲: پاک چاپیریال د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا او سلامتیا باندې پوره اغیزه لري یعنې هغه وګړي چې په پاک چاپیریال کې هستوکن دي نسبت هغو ته چې په چټل او ککړ چاپیریال کې پاتیږې ډیر صحت مند وي.

۳: که چیرته موږ پاک چاپیریال ولرو نو ذهني سکون به مو هم ثبات ولري.

۴: پاک چاپیریال زموږ په روح او جسم باندې مستقیمه اغیره لري.

۵: په پاک چاپیریال کې ټول ژوندي موجودات په سمه او منظمه توګه خپل ژوند مخته بیایي.

په دې لاندې کړنو سره د پاک چاپیریال څښتنان کیدلى شو.

په لومړي قدم کې باید د خپل ځان، خپل کور، خپل کلي او ښار او په عمومي توګه د خپل ګران هیواد د پاک او زرغون ساتلو لپاره باید هلې ځلې وکړو.

کوم تیل چې هیواد ته را واردیږې هغه باید له نړیوال سټندرد سره برابر وي او د ټیت معیار لرونکو تیلو له واردولو څخه بايد جدې مخنیوي وشي.

د سويو مبلايلو، لرګیو، د ډبرو سکرو، پلاستیکو او د ټایرونو د سوځولو نه باید جدي مخنیوى وشي او په بدل کې یې خلکو ته د ګاز او برېښنا اسانتیاوې محیا شي.

په ښار کې کچه یا خام سړکونه او کوڅې باید ټولې پخې شي.

زاړه او د نړیوال معیار نه ټیټ موټرونه باید کباړ شي او ښار کې دننه د تګ راتګ اجازه ور نه کړل شي.

په هر کور، کوڅه، د سړکونو غاړو، او ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کې دې نیالګي ولګول شي.

د چاپیریالي ستونزو، ګواښونو او اړتیاوو په باب باید هم خپله وپوهیږو او هم پرې خپله کورنۍ او ملګري پوه کړو.

موږ باید د خپل چاپیریال په اړه بې پروا ونه اوسو او هر هغه څوک چې ګورو خپل شاوخوا یعنې خپله لاره، سړک، کور او نور عامه ځایونه چټلوي باید خپلې تیروتنې ته یې متوجه او د پاک چاپیریال په اهمیت یې اګاه کړو.

هر څوک باید خپل ځان د ټولنې په وړاندې مسول وګڼي، له حکومتي چارواکي نیولې تر یوه کلیوال شخص پورې ټول د خپل شاوخوا د پاک ساتلو مسولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx