نظــر

کوټی بيا خر کيږي!

روان ځدراڼ

کيسه کا ، وایي چې يو سړی خــر نومېده، میرمنې يي ورته وويل، چې سړيه ډير بد او بيکاره نوم دې دی،چې څوک یې واخلي شرمېږم. خیر دی دغه نوم بدل کړه ٫٫خــره ،، ورته وويل، چې څنګـه به يې بدل کړم؟

ميرمنې يې ور ته وويل چې کلی او قوم را وغواړه او د میلمستیا ډوډۍ ورته وکړه.

له ډوډۍ خوړلو وروسته کله چې دوی پوښتنه درنه وکړي چې ډوډۍ د څه شي وه ؟

ته به ورته عرض وکړې، چې زما دغه ريشخندانه نوم را بدل کړئ؛ نو دوی به له خیره بل نوی نوم درباندې کښېږدي.

سړي همداسې وکړل د کلي او قوم لپاره يې لـويه ملمستيا تياره کړه خلک يې را غونډ کړل ،
کله يي چې ډوډۍ وخوړه ورته مخاطب شول، چې ٫٫ خــره!،، څه خدمت وکړو نو ده ورته وويل چې قربان مو شم تاسو ته معلومه ده چې زما نوم خـر دی دا ډير بد نوم دی کـه دا نوم را بـدل کړئ بل ښه نوم راته غوره کړئ، ممنون به مو وم.

کليوال سره جرګـه شول اخير يې په دې فيصله وکړه چې ٫٫کــوټی،، نوم ورته غوره کوو او همدا به یې نوی نوم شي.

خره ته يې وويل، چې ستا نوم نور بدل شو. نور مو ته “کوټی” ونومولې.

سړی خوشحالـه شو، په منډه کور ته لاړ ، ښځې ته يي وويل چې زما نوم بدل شو، نوی نوم يې کوټی راته کيښود.

ښځه چې يې لږ څه د ده نه هوښياره وه، ورته وويل، چې د همدي کلي مشر هم په ملمستيأ کې و کنه؟
خــره ورته وويل چې هغه خو زما له ياده وتلی و. خبر مې نه دی ورکړی ، ښځې ورته وويل چې دغه نوم دې هم ماته خوند رانکړ ، لاړ شه د کلي ملک نه پوښتنه وکړه چې دا نوم څنګه دی ؟ خــر په منډه لاړ د کلي
مشر ته يې ټول بيان وکړ او د نوي نوم په اړه يې ترې مشوره وغوښته.

د کلي مشر ورته وويل چې خدای دې خوار کړه کوټی خو د خـره بچي ته وايي.
نو ته هم یو کال بعد بيا خر کيږې.

میلمستيا دې هم عبث شوه او هسې لاړه؛ خو نوم به دې کال وروسته بیا هم خر وي.

اوس نو جوبايډن هم وايي چې د امريکا بد نوم به ښـه کړم.

خو خبره بيا تر کوټی محدوده ښکاری. په تيرو شلو کالونو د امریکا دواړه ګوندونه يو په بل پسې د واک په تخت ناسته وکړه خو توپير يې د خره او کوټي په څېر و ، اشخاصو بدل شوي؛ خو کرکيټرونه يې سره ورته وه. اعمال يې بيا هم بدنام وو ، دوی ټولو يو په بل پسې د مدنيت تر نامه لاندې خپله وحشی څېره نړيوال ته څرګنده کړه.

په ټول توان یې کوښښ وکړ چې داسې تیر ايستونکي نظام پر افغانستان او عراق هم ور وتپي چې د واک تغيير پکې د خره او کوټي د توپير په څېر وي او تر شا يې د دوی منحوثې څېرې وي تر څو د دوی ارادې تطبيق کړای شي.

د امريکا که خر وي که کوټی د محکومو ملتونو په اذهانو کې يې هماغه د وحشت او بربریت عکس نقش دی او په لږ توپير ورته د دوی نوي نوي شکلونه څرګنديږي.

ڼړيوالو طاقتونو او د امريکا سيالو هېوادونو نور د دوی په درواغجنو شعارونو نه دوکه کيږي، چې د تروريزم او افراطيت سره د مبارزې تر چتر لاندې يې پر نړۍ خودساخته جنګونه تحميل کړي.

په امريکايي سياسیونو کې نوی تغيیرات هم د خره د میلمستیا په څېر دي، د ضایع کيدو چانس يې سل په سلو کې دی.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښائسته او خوندوره لیکنه ده.
په ۲۳ مه کرښه کی اشتباهاً د ” منحوسه ” د کلمې پر ځای د ” منحوثه ” کلمه لیکلې سوېده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx