شعـــــرونه

د کنعان دښتو کې د ړوند انسان ژوندون څنګه ده؟/ عمر

اسرار عمر

د کنعان دښتو کې د ړوند انسان ژوندون څنګه ده؟
د یوسف مخي یار غم څنګه ده؟ بېلتون څنګه ده؟

ستا د راتګ انتظار څه وایي دا څه کیفیت ده؟
ستا د راتلو لارې ته ورک زما سمون څنګه ده؟

ته ولې لاړې؟ ولې داسې درنه هېر شوم یاره
زمّا په زړه یاد ستا خوږو سترګو زرغون څنګه ده؟

بیا دې د غم ټال ته ځان واچولو وزنګېدې
بیا دې راخور د درد ځپلي زړه مضمون څنګه ده؟

ته پرې خبر یې؟ تا یې حال د زنده ګۍ اخیستی؟
په تا پسې له حد اوښتی جګرخون څنګه ده؟

د ناویلي راز کیسه دې راته ونکړله
ستا د ژوند درد څه دی؟ دا زړه دې جګرخون څنګه ده؟

اسرار عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx