شعـــــرونه

دا ژوند خو ګران هم دی آسان هم دی/ کاروان

پير محمد کاروان

په کې بېلتون هم دی جانان هم دی
دا ژوند خو ګران هم دی آسان هم دی

معشوق موسکی دی او مین ژاړي
لمر پلوشې کوي باران هم دی

زه په یوه سړي پوره غلط شوم
ماسکه مومن هم دی انسان هم دی

سپوږمۍ په ویر کې دې یوازې نه یم
خپه په تا پسې آسمان هم دی

اوس یې خبرې تر انګورو خوږې
موسم د مني دی میزان هم دی

اخ د سپوږمۍ د شپې یو سیوری مې یار
را سره ناست هم دی روان هم دی

چې تا په موسکو ور کتلي بار بار
کاروان غزل هم دی کاروان هم دی

۴ میزان ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx