روغتیا

د کرونا واکسین په اړه ښه زیری، لومړۍ پایلو ۹۰ سلنه مثبته نتیجه ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د کرونا ویروس پراخ خپریدو په اړه بالاخره د واکسین جوړونې شرکتونو مثبت زیری ورکړی چې په وینا یې لومړي واکسین کولی شي خلک ۹۰ سلنه له کوویډ-۱۹ ناروغۍ خوندي وساتي.

دا واکسین چې د امریکایي شرکت فایزر او د جرمني شرکت بایوټیک لخوا چمتو شوي په جرمني، برازیل، ارجنټاین، سویلي افریقا او ترکیه کې پر ۴۳۵۰۰ کسانو  ازمویل شوی چې هیڅ ډول اندېښنه په کې نه ده موندل شوې.

د واکسین دوه خوراکه یا ډوزه یو کس ته ورکول کیږي چې د دواړو ترمنځ باید درې اونۍ واټن واي، خو د واکسین جوړونې شرکتونه وايي چې د دوهم خوراک له اخیستو یوه اونۍ وروسته یو کس د کرونا پر وړاندې خوندي کیږي.

د فایزر شرکت په وینا په لومړي سر کې به د روان کال تر پایه د واکسین ۵۰ ملیونه خوراکه چمتو او د استعمال لپاره وړاندې کړي، او د ۲۰۲۱م کال تر پایه به ۱.۳ ملیارده خوراکه جوړ کړي.

دواړو شرکتونو ویلي چې تر اوسه دوی د واکسین محافظت په اړه اندیښنې نه دي موندلي او تمه کیږي روانه میاشت په امریکا کې په بیړني حالت کې د واکسین کارولو اجازه ترلاسه کړي.

ددې هر څه سربېره یو څه ستونزې هم شتون لري چې په اړه یې شرکت هم اندېښمن دی، لومړی دا چې دغه واکسین باید په منفي ۸۰ درجې تودوخه کې وساتل شي، دوهم دا چې شرکت نه ده په ډاګه کړې دغه واکسین به د کوم عمر لرونکو کسانو لپاره زیات اغیزمن وي.

اوسمهال د کورونا ویروس ضد نږدې دولس واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي او وروستيو پړاوونو ته رسېدلي، خو دا لومړنی واکسین دی چې له پایلو سره رامخته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx