روغتیا

ممبۍ انډينز لوبډلې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): ممبۍ انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ پایلوبه کې دهلي کپیټلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

ممبۍ انډینز لوبډله د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبډله ده چې تر دې دمه یې پنځه واره دغه اتلولي ګټلې ده.

یادې لوبډلې په ۲۰۱۳م کې په لومړي وار، په ۲۰۱۵، ۲۰۱۷، ۲۰۱۹ او اوس په ۲۰۲۰ کې هم د هند غوره لیګ اتلولي وګټله.

د دهلي کپيټلز او ممبۍ انډینز ترمنځ پایلوبه د سه شنبې په ورځ د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې لومړی دهلي لوبډلې توپ وهنه وکړه، خو د پېل ۳ ویکټې یې ډير ژر په شلو منډو له لاسه ورکړې، وروسته د لوبډلمشر شریش ایار او ریشاب پانټ د نیمه سلیزو په مرسته یې منډې په ۲۰ اورونو کې ۱۵۶ ته ورسولې.

په ځواب کې روهیټ شرما په زړه پورې مسئولانه توپ وهنه وکړه او لوبډلې ته یې یو وار بیا په پایلوبه کې بریا ورکړه. دوی ټاکلی هدف په ۱۹م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی ټرینټ بولټ او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی د راجستان رائلز لوبډلې جوفرا آرچرز وټاکل شو.

باید وویل شي چې په هند غوره لیګ کې درې افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې محمد نبي یوازې یوه لوبه کې، مجیب الرحمن ۲ لوبو کې او راشد خان بیا په ټولو لوبو کې ولوبېده.

په یادو لوبو کې مجیب ځدران او محمد نبي له ویکټو اخیستلو محرومه خو راشد خان په ۱۶ لوبو کې په ۵.۳۷ اکانومي اوسط سره ۲۰ ویکټې واخیستې.

د ۲۰۲۰م کال هند غوره لیګ سیالیو تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړو کې کی ایل راهول (کینګز الیون پنجاب) د ټولو په سر کې دی چې په ۱۴ لوبو کې یې ۶۷۰ منډې جوړې کړې، د نوموړي سربېره شیکر دهاون (دهلي کپيټلز) ۶۱۸ او ډیویډ وارنر (سنرایزرز حیدراباد) په ۵۴۸ منډو سره په دریم نمبر شو.

په زیاتو ویکټو اخیستلو کې سویلي افریقایي چټک لوبغاړی کاګیسو رپاډا (دهلي کپيټلز) دی چې په ۱۷ لوبو کې یې ۳۰ ویکټې واخیستې، دغه راز جاسپریټ بومرا (ممبۍ انډینز) ۲۷ او ټرینټ بولټ (ممبۍ انډينز) ۲۵ ویکټې اخیستي. راشد خان په ۲۰ ویکټو اخیستلو سره په دغه لیست کې په ۶م نمبر دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x