ورزش

عزيزالله فضلي: ښځينه کرکټ پېلول به د نارينه و کرکټ له منځه ويسي، مخه يې نيسو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹): په افغانستان کې د کلونو ناڅرګندتيا وروسته په لومړي وار د افغانستان کرکټ بورډ روښانه کړه چې ښځينه کرکټ لوبغاړې به ډير ژر پر يو نړيوال سفر بهر ته واستوي او په هغوی کې به ۲۵ انجونو سره مرکزي قراردادونه لاسليک کړي.

په افغانستان کې د ښځينه کرکټ درلودل يوازې د کرکټ شنونکو، کرکټ پوهانو او مينوالو ترمنځ غم او غصه رامنځته نه، بلکې د کرکټ د پخوانيو مديرانو، چارواکو او حتی لوبغاړو ترمنځ جنجال هم رامنځته کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي مدير عزيزالله فضلي چې اوسمهال د سولې وزارت د سلاکار په توګه کار کوي، د کرکټ بورډ اوسني اداري کارکوونکو ته خبر ورکړی تر څو له ښځينه کرکټ څخه لاس په سر شي.

ښاغلي فضلي يوه تلويزون سره په مرکه کې وويل، په يوه داسې اسلامي هېواد کې چې پراخه فرهنګي او کلتوري ارزښتونه لري، د ښځينه کرکټ لوبډله درلودل به خامخا د نارينه و پر کرکټ لوبغاړو، خصوصا چې په لرې پرتو سېمو کې ژوند کوي ژور اغيز وکړي، او ددې مسئولين به اوسني مديران وي.

هغه زياته کړه، ښځينه کرکټ د وخت ضايع کول دي، په افغانستان کې د ښځينه کرکټ اړتيا نشته، دا يوه بهرنۍ پروژه ده چې هيڅکله د افغانستان لپاره ګټوره نه ده، لکه څرنګه چې موږ په ۲۰۱۵م کال کې دغه غوښتنه رد کړه، اوس يې هم په کلکه پر وړاندې دريږو.

پخواني مدير فضلي وويل، موږ نه غواړو له چا خپل حق واخيستل شي، خو د افغانستان د خونديتوب او ګټو لپاره کار کولو ته لومړيتوب ورکوو.

د عزیزالله فضلي په وینا، افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په غير مشروط ډول بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی، د ښځينه کرکټ لپاره آی سي سي غوښتنه نشي کولی او نه يې هم حق جوړيږي، ځکه چې مسئله پخوا حل شوې او د کرکټ شورا هم منلې چې په افغانستان کې سياسي او کلتوري وضعيت ښځينه کرکټ ته اجازه نه ورکوي.

فضلي د افغانستان کرکټ اوسني ناسم وضعيت ته په کتلو وويل، کرکټ بورډ بايد د نارينه و کرکټ ته وده ورکړي، او د افغانستان غوره ليګ د څو مليونو ډالرو پروژه چې له تېرو دوه کلونو راهيسې ځنډول شوې ترسره کړي.

څو کاله وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسيون مشر کرام الدين کريم د فوټبال ښځينه لوبغاړو سره په جنسي تيريو تورن شوی و، پر نوموړي ښځينه لوبغاړو شاهدي ويلې وه او د فيفا نړيوال فدراسيون لخوا پرې بنديز لګېدلی و، چې دغه پروسه يې سخته زيانمنه او د افغانستان نوم بدنام کړ.

فضلي دغې ناوړه پېښې ته په اشاره وويل، کرکټ بورډ بايد د افغانستان فوټبال فدراسيون قضيې څخه عبرت واخلي چې افغانستان يې بدنامه کړ.

عزیزالله فضلي دغه راز اشاره وکړه چې مشخص کسان هڅه کوي د افغانستان کرکټ شاته وغورځوي، دوی غواړي کرکټ د افغانستان اولمپېک کميټې سره ددوی د فدراسيون په توګه بيا ونښلوي، چې کولی شي د افغانستان کرکټ ته زيان ورسوي او د کرکټ نړيوالې شورا لخوا پرې بنديزونه ولګول شي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د کرکټ ځينې پخواني چارواکو او د کرکټ شنونکو هم په افغانستان کې د ښځينه کرکټ سره بشپړ مخالفت ښودلی، او دا يې په کرکټ بورډ کې د ځينو کړيو چې سياسي ملاتړ لري، کار بللی دی.

د يادونې وړ ده چې عزيز الله فضلي په ۲۰۱۹م کال کې د کرکټ بورډ عمومي مشر په توګه وټاکل شو، نوموړي غوښتل کرکټ له ميراثيتوب او خپلولۍ پاللو پاک کړي، دغه راز د پخواني لوبغاړو پرځای ځوان لوبغاړو ته فرصت ورکړي چې د ځينو مفسدو کړيو لخوا له سختو غبرګونونو سره مخ او بالاخره له دندې لرې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x