نړۍ

د سعودي د سترو علماوو ډله: اخوان المسلمين ترهګر دي، د اسلامي منهج استازولي نشي کولی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان د حکومتي علماوو ډلې اخوان المسلمين ګوند ترهګر بللی او ټينګار يې کړی، چې دغه ډله د خپلو ګوندي موخو لپاره کار کوي او د اسلامي منهج استازولي نه شي کولی.

د سترو علماوو دغې ډلې د ۲۰۱۷ په جون کې هم ويلي و، چې اخوان المسلمين « د حکومت پر خلاف د پاڅون فکر لري.»

د سترو علماوو د ډلې مشر او شپاړس غړو په خپله پرېکړه کې ويلي: «اخوان المسلمين بې لارې ډله ده، منهج يې په جنجالونو ولاړ دی، د لومړي ځل لپاره يې پر حاکم د خروج او په هېوادونو کې د فتنو راپورته کولو منهج غوره کړی او په هېواد کې د جنجالونو راپورته کول يې کار دی.»

د علماوو دغې ډلې پر اخوان المسلمين تور پورې کړی، چې د خپل بنسټ له پيله يې واک ته رسېدل ستر هدف دی او له اخوان څخه په ګڼو هېوادونو کې نورې ترهګرې ډلې هم پيدا شوي دي.

د سترو علماوو ډلې پر خلکو غږ کړی، چې له اخوان المسلمين ډلې ځان وساتي، هېڅ ډول اړيکې او خواخوږي ورسره ونه کړي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې هم سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر په ګډه پرېکړه کې اخوان المسلمين ګوند ترهګر اعلان کړی و او د دغه ګوند اړوند چلېدونکي خیريه بنسټونه يې هم ترهګر بللي وو.

د ۲۰۱۸ په مارچ کې د سعودي وليعهد محمد سلمان ويلي و، چې اخوان المسلمين د ترهګرو ډلو روزونکي دي او له «سي بي ايس» امريکايي تلويزون سره په مرکه کې يې ويلي، چې په لنډ وخت کې به د سعودي له مدرسو د اخوانيانو ريښې وباسي.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو د سعودي د سترو علماوو له لوري دا ډول پرېکړه حیرانوونکې بللې، چې ولې يې داسې پرېکړه په دې وخت کې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥١﴾سوره المائده آیات ۵۱—-معنی :اۍ مؤمنانومه جوړوۍ تاسویهود اونصارادوستان ځنی ددوی دوستان دی دځنواوڅوک چه دوستان ونسی دوی له تاسونه نوبیشکه هغه له دوی نه دۍ بیشکه الله هدایت نکوی قوم د ظالمانوته—اوس نوددی آیات له رویه دمصرحکومت کمونسټ کافردۍ دامریکا په کومک یی داخوان المسلمین قانونی اسلامی حکومت دکودتا په واسطه له منځه یووړۍ ددغه ملحد حکومت سره ۳ملیارده ډالره سعودی او ۳ملیارده ډالره عماراتوکومک وکۍ زه نه پوهیږم داعالمان دڅشی عالمان دی… نور لوستل »

پښتون غورزنګ

که د ملت د مابین څخه یوه ډله واکمن ته د واکمني د حال د اصلاح کولو صلاح ورکړي نو واکمن باید هغه خپل دوست وبولي. ایا پر سید جمال الدین افغان باندي هم داسي تورونه د وخت د درباریانو او درباري علماء لخوا نه پوري کیدل چي علامه افغان صاحب رح به بیا د تبعید او بند د کړاونو سره مخ کیدئ او تر هغه هم شا ته زموږ امام اعظم صاحب رح هم د وخت واکمنانو په دی تور څو ځله بندي کړی دی چي د واکمن سره په ټولنیزو مسایلو باندي د هغه اختلاف د خروج او… نور لوستل »

غ.حضرت

البته د یهودو او انګرېزانو د مزدورانو ( آل سعود او آل شیخ ) څخه بله توقع به یوه بېځایه توقع وی.

رښتينيار

دا بې چاره ګان مه ملامتوئ، دوی ته د دې خبرو کولو فرمايش سعودي حکومت ورکړی دی، دوی د ځانونو اختيار نه لري او په سخته مخمسه، اختناق او اجبار کي راګير دي، که دغه خبري ونه کړي سمدستي يې ځای د نورو ډېرو سعودي عالمانو په څېر زندان دی او دوی خو له هغو کستنو څخه هم نه دي او نه دا اسلامي مېړانه لري چي ووايي: ﴿قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ﴾  [د توبې سورې د ۳۳ آيت لومړۍ برخه]. يعني : ای زما پالونکې څښتنه ! دوی (دغه ښځي) چي ما کوم کارته وربولي تر هغه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx