افغانستان

هلمند کې ۲۰ دولتي عسکر او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): دولتي عسکرو ته د طالبانو لخوا د بیاځل «بښنې» له اعلان وروسته تازه ۲۰ تنه دولتي عسکر او اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، دغه شمېره تسلیم دولتي عسکر او سنګوري اربکیان د مرکز لښکرګاه ، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو مربوط دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx