افغانستان

ننګرهار کې د دولتي عسکرو دوه هليکوپټرې راغورځېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): په ننګرهار ولايت کې د افغان پوځ دوه هیلکوپترې سره ټکر شوي دي او راغورځېدلي دي.

راپورونه وايي چې نن سهار د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو دوه هليکوپټرې چې يادې ولسوالۍ ته يې عسکر لېږدول سره ټکر شوي او راغورځېدلي دي.

ويل کيږي په حصارک ولسوالۍ کې طالبانو په څو پوستو هم مهاله بريدونه پيل کړي دي چې سيمې ته تازه دمي عسکر لېږدول کېدل او دغه پېښه رامنځته شوه.

دفاع وزارت هم پېښه تاييد کړې ده خو ويلي يې دي چې تېره شپه يوه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله د پورته کېدو پرمهال غورځېدلې چې له امله يې د يو پوليس په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx