افغانستان

کندهار کې طالبانو هغه عسکر وژلی چې اسلامي مقدساتو ته یې«توهین» کاوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یې هغه دولتي عسکر وژلی چې اسلامي مقدساتو ته یې«توهین» کاوه.

د طالبانو په رسمي ویب پانه د خپاره شوي خبر له مخې د «جانان» په نوم یو دولتي عسکر چې په «انګار» سره مشهور ؤ، تیره ورځ د دامان ولسوالۍ په ملنګ کاریز سیمه کې په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

طالبانو وژل شوی «جانان» نامی عسکر باندې تور لګولی چې د خلکو د ځورولو ترڅنګ به یې اسلامي مقدساتو «سپکاوی» هم کولو: «نومړي د نور شرارت تر څنګ په علانیه سره د اسلامي مقدساتو توهین کاوه په لمانځه او روژه به یې رشخند وهل اوداسي نور چې دخپلو شومو اعمالو په سزا ورسید»

باید وویل شي چې طالبانو دوه اونۍ وړاندې دولتي عسکرو ته خبرداری ورکړی ؤ، چې په «مقدساتو» تیري کوونکي ور ته د زغملو نه دي او خامخا به سزا ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

که خبره داسلام وی نو داسلام دین اجازه نه ورکوی چی یوه ډله دی داسی کار وکړی، مجرم ته سزا ورکول د حکومت کار دی نه دډلو او اشخاصو ، طالبان تر اوسه ددی خاوری واکمنان نه دی بنا دوی دداسی سزا دورکړی اجازه نه لری، داچی دوی یی کوی داددوی خپل کار ده اسلام دغسی نه وایی ددوی عمل د اسلامی احکامو سره کاملا په مغایرت کی قرار لری که په الله او رسول ایما ن لری الله ج ته دی توبه وباسی او ددغه او دی ته ورته نورو سترو جرایمو دارتکاب له وجهی دی بخښنه وغواړی ،… نور لوستل »

رښتينيار

پاره پيرمحمده ډېر ## سړی يې، خو دا استدلال دي بيا د ## دی. احمقه حکومت خو د طالبانو وو او دی، خو دا ستا د م …. و دا هيواد اشغال کړ او خپل ګوډاګيان يې دلته د حکومت په نامه پر افغان ولس بې له استحقاقه مسلط کړل، ته خو يو خر او شين په والذي يې ته ولاړ سه سرکاري عالم ته نه ، بلکي يوه بې پلوه رښتياني عالم ته کښېنه چي هغه په دې اړه څه درته وايي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx