افغانستانسولې اړوند خبرونه

ازبکستان: په افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات په معنی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر «عبدالعزیز کامل‌اوف» او ورسره پلاوي د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» او ورسره پلاوي سره لیدلي او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یې ورسره خبرې کړې.

د پخلاینې عالي شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ازبکستاني چارواکو د افغانستان د سولې پروسې او په دوحه کې له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړ، په افغانستان کې يې سوله د سیمې د امنیت په معنی وبلله او له خپل لوري يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورته مهال عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې پروسې وروستی وضعیت له ازبکستاني چارواکو سره شریک کړی او ټينګار یې کړی، چې د سولې لپاره «استثنايي فرصت» رامنځته شوی چې باید د نورو تر څنګ طالبان هم تر ې ګټه پورته کړي او جګړه زیاته نه کړي.

د عبدالله له قوله، هیڅ لوری باید د «سیاسي امتیاز اخیستلو په موخه» جګړې ته زور ورنکړي.

د ازبکستاني چارواکو او عبدالله عبداالله تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکر اتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي؛ خو د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

ورته مهال عبدالله عبدالله بیا سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې تېره ورځ د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په پلمه ازبکستان ته په دوه ورځني سفر تللی او هلته ددې هیواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره د لیدنې پلان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx