نظــر

جوبایډن، منځنی ختیځ او افغانستان

عزام مهاجر

په عموم کې د امریکا بلکې د اکثرو هیوادونو پالیسي داده چې لومړی د کورنیو ستونزو حل ته توجه کوي او له هغه وروسته خارجه پالیسي تعقیبوي. که څه هم تر اوسه ټرمپ د بایډن کامیابي رسما نه ده منلې او د رایو د کره شمېرنې غوښتنه کوي، د بایډن د کامیابېدلو په صورت کې به نوموړی له ټرمپ څخه یو داسې امریکا په میراث کې تسلیموي چې په کورنیو مشکلاتو کې یې غرقه کړې او خارجه پالیسي یې ور ټوټه ټوټه کړې ده. نه یوازې دا چې ټرمپ په نړیواله کچه د امریکا خارجه پالیسي تباه کړه بلکې په کور دننه یې په خپل حکومت کې د پالیسي جوړوونکو خلاف یو ډول جنګ پیل کړ. دا چې امریکا له کومو خارجي او داخلي ستونزو سره مخ ده، بېله او اوږده موضوع ده خو درې قضایا یې مهم او لوی دي: دکورونا مخنیوی، اقتصادي ستونزې او په پراخه کچه خپره شوې توکمپالنه.

د ټرمپ هغه پالیسیانې چې بایډن به پکې بدلون راولي، د نړیوالو شنونکو په وینا ځینې یې دادي:

• د واشنګټن هغه حیثیت اعاده کول چې د ټرمپ په دوره کې یې له لاسه ورکړ.

• د یورپ او نورو حریفانو سره اړیکې سمول

• د ایران سره د اټومي سلاوو په تړون کې بیرته داخلېدل

• په نړیواله صحت اداره WHOکې د امریکا غړیتوب اعاده کول

• د روس خلاف سخت موقف اختیارول چې ټرمپ ورسره پټې معاملې درلودلې

• د چین خلاف متفاوت او سخت دریځ خپلول

• د فلسطینیانو سره اړیکې سمول

• د سعودي سره امریکایي پالیسۍ ته بدلون ورکول

په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې چې امریکا کوم څه ته ضرورت لري او د بایډن له اولویاتو څخه دي، د ایران سره نرمي اختیارول، د سعودي سره سختي او کلک دریځ خپلول، د عراق، سوریې او افغانستان په اړه بېل موقف نیول، د ترکیې سره د غضب او سختۍ معامله کول، د فلسطین لپاره د نوموړي موقف نېک پالي او د اسرائیل لپاره ناوړه ورځ د هغه په ارادو کې لیدل کیږي.

• ایران
د انتخاباتو د کمپاین پر مهال بایډن په کراتو اشاره کړې چې د ایران سره نرم موقف او رویې ته ترجیح ورکوي. ځکه چې داسې باورونه شته چې د طهران په خلاف د ټرمپ موقف ایران د دې جوګه کړ چې د اټومي بم د جوړولو لپاره کیمیاوي مواد ترلاسه کړي. بایډن به په مسلسل ډول پر ایران باندې پر لګول کېدونکو کلکو بندیزونو اعتراض کاوه. دا چې اوس خپله بایډن د ادارې په رأس کې راځي، دې مواقفو ته به په اغلب ګمان بدلون ورکوي.

• فلسطین او اسرائیل
فلسطیني وګړي د بایډن راتګ یو نیک پال ګڼي او هیله لري چې خپل ځینې حقوق به تر لاسه کړي. د ټرمپ په مټ د اسرائیل سره له یو بل وروسته د عربي هیوادونو اړیکې سمول او بیا د دغې سلسلې ناڅاپه درېدل هغه څه دي چې اسرائیل یې په اضطراب کې اچولی او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت له انتقال پرته پر نورو ټولو امورو به بایډن بیا ځل نظر کوي. البته د دې احتمال هم شته چې بایډن دې د اسرائیل سره د عربي نړۍ د اړیکو سمېدل تأیید کړي او نور هیوادونه هم ورته وهڅوي، خو په مجموع کې به اسرائیل هغه څه نه ويني د څه چې یې له ټرمپ څخه تمه لرل.

• ترکیه
د ترکیې سره بایډن په څو مواردو کې اختلاف لري، حتی ویل کیږي چې هر هغه څه چې ترکیه کرکه ترې لري، بایډن یې خوښوي او تأیید یې کوي او د نوموړي په څرګندونو کې د ترکیې سره د دښمنۍ نښې له ورایه ښکاري. نوموړی د ترکیې د کودتاه تأیید کوي، د ارمینیا په خلاف د اذربایجان حمایه کول غندي او اردوګان یو جابر او مستبد حکمران بولي او له کوم وخت نه چې ایا صوفیا په مسجد بدل شو، له هماغه وخته د بایډن کرکه په څرګند ډول محسوسیږي. له روسیې څخه S-400 رانیول، په تور سمندر کې د تیلو او ګازو کوهیان کیندل او د یونان سره دښمني اختیارول او ځینې نور داسې مواقف دي چې ترکیه یې په ټولو حالاتو کې د بایډن په نظر کې ګناهګاره او مجرمه ګرځولې ده.

• سعودي
د سعودي سره پر اړیکو به بایډن بیا ځل نظر کوي او په بشري حقوقو، سیاسي امورو، جګړو او د سلاوو په رانیولو کې به امریکا د سعودي کلکه څارنه کوي.په لومړي قدم کې په یمن کې د سعودي د جګړې ختمول دي. د بایډن او هاریس په دوره کې به امریکا د سعودي سره خپلې اړیکې تر غور لاندې نیسي او په یمن کې د سعودي له جګړې څخه به امریکایي حمایت سلبوي، البته پر سعودي د سلا د پلورلو او له هغه څخه د تیلو رانیولو پالیسي به یې پر ځای وي چې په دې سره ښایي د تیلو د هغوقیمتونو په راګرځېدلو بیرته د سعودي د ملا تیر مضبوط شي کوم چې یې دې وروستیو کې بایللې وو. بله مهمه یې داده چې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وژنې پور به له سعودي اخلي او د یو شړل شوي دولت په څیر به معامله ورسره کوي.

• افغانستان، سوریا او عراق
د امریکایي پوځي مجلې «سټارز اینډ سټرایپس» سره په مرکه کې بایډن وویل چې هغه جګړې باید هرومرو ختمې شي کومې چې پای نه لري. په دغو هیوادونو کې د ځواکونو د شمېر د راکمولو تر څنګ بایډن وویل چې هلته به د ترهګرۍ څارنه کوي او باید له افغانستان، عراق او سوریې څخه ټول امریکایي ځواکونه ووزي. که څه هم دغه کار دم ګړیه ډېرو خلګو ته ګران ښکاري خو بایډن وویل چې د امریکایي ځواکونو د ځایي خلګو سره د ترهګرو په مقابله کې همکاري کول دي، خو نور به امریکا د دغو هیوادونو په کورنیو چارو او داخلي سیاست کې هیڅ مداخله نه کوي چې دا د کابل ادارې ته د ځان سره یو بد پیغام لري او هغه لنګه غوا به له لاسه ورکړي کومه چې یې خصوصا په تېرو څلورو پنځو کلونو کې د ځان د چاغولو لپاره ولوشل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx