افغانستان

محلي پولیسو په جوزجان کې ۳ تنه لمونځ کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) ۳ تنه لمونځ کوونکي په خورا «قساوت» سره وژلي دي.

دا پېښه پرون ماښام د فیض آباد ولسوالۍ په «حیدرآباد» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) له جومات څخه په راوتلو ملکیانو ډزې وکړې.

که څه ددفاع وزارت ویاند فواد امان ددې پېښې پړه په طالبانو اچولې؛ خو سیمه ییز خلک او طالبان بیا وايي، چې ډزې د سیمه ییزو پولیسو لخوا ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۳ ولسي خلک چې د ماښام لمانځه څخه کور ته پر لاره وو «شهیدان» شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx