نړۍ

د ټرمپ او بايډن ټيمونه جلا جلا د راتلونکي حکومت لپاره په تيارۍ بوخت دي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ويلي، د ۳م نومبر ولسمشريزې ټاکنې يې ګټلي او ټيم يې د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره په تيارۍ بوخت دی، خو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي، د ټرمپ دوهمې دورې حکومت لپاره چمتووالی روان دی.

بايډن په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د واک د لېږد چارې ښه په درز کې روانې دي، د ټرمپ له لوري د ټاکنو د پایلو نه منل روان بهير ته زيان نشي رسولی او دا د ټرمپ لپاره «شرموونکې» ده، چې د ولس رايو ته احترام نه کوي.

هغه ويلي، چې د نړۍ شپږو مشرانو سره يې خبرې کړي، هغوی يې تود هرکلی کړی او نړيوالو مشرانو ته يې ويلي: «امريکا يو ځل بيا راغله.»

د ټرمپ دوهمې دورې د واک لېږد

د بايډن له لوري د بريا له ډاډ وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، دوی باوري دي، که د امريکايي ولس هره رايه وشمېرل شي، ولسمشر ټرمپ ګټونکی دی او د ټرمپ ټيم د دوهمې دورې په موخه د واک د لېږد لپاره تياری روان دی.

د امريکا «سي ان ان» تلويزون د بهرنيو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو له قوله ويلي، چې دوی د پومپيو څرګندونو هيښ کړي دي.

د څېړنو امر

د امريکا لوی څارنوال ويليم بار فدرالي څارنوالوانو ته امر کړی، چې د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغلۍ او ګډوډۍ څېړنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، دا ټاکنې دوی ګټلي او که يې بايلي، نو لامل به يې درغلي او ګډوډي وي.

ويليم بار ټولو څارنوالو ته اجازه ورکړې، چې د شواهدو او اسنادو په شتون کې ټاکنيزې درغلۍ وڅېړي.

رپوټونه وايي، که په ټاکنو کې درغلي ثابته شي، نو کېدای شي د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

جالبه ده دا څومره دقيق متل دی چي وايي: «چي اوسې په خوی به د هغو سې». ما خو فکر کاوه چي دې کفري دموکراسۍ به پر موږ اغېز کړی وي، خو اوس دادی په ډاګه سوه چي زموږ د ع او غ ګلمرجاني ناروغۍ په دغو دوو طاغيانو پوري سوه :« زموږ کښتۍ يې ډوبوله خپل درياب يې توپاني سو». .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx