افغانستان

غزني کې د سیرت النبي سیالۍ: طالبانو پر ممتازو زده کوونکو جایزې ویشلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعلیم، تربیې او لوړو زده کړو کمېسیون د غزني ولایت په «ده یک ولسوالۍ» کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت سیالۍ په لاره اچولې او ممتاز زده کوونکي يې په جایزو نازولي.

دغه سیالۍ چې ۵۰۰ تنو د پوهنتون محصلینو او د ښوونځیو او مدارسو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه؛ د طالبانو د تعلیم، تربيې او لوړو زده کړو د کمېسیون په نوښت د «ده یک ولسوالۍ» اړوند سلیمانخېلو کلي کې ترسره شوې او د پایلو د اعلان په ورځ ورته تر زرو پورې کلیوال او زده کوونکي راټول شوي وو.

په یادو سیالیو کې لومړۍ درجه ممتاز زده کوونکي ته کمپیوټر او تر لسمې درجې پورې نورو زده کوونکو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.

د پایلو د اعلان په مراسمو کې د غزني لپاره د طالبانو د نظامي قطعې مسئول «منصور حقاني» هم ګډون کړی وو او درې تنه ممتاز زده کوونکو ته یې د اعزاز لونګۍ يې ور په سر کړې.

یاده دې وي، چې طالبان د عصري او دیني مرکزونو د چارو د سمبالولو لپاره د تعلیم، تربیې او لوړو زده کړو په نوم یو بېل کمېسیون لري، چې ددوی تر واک لاندې سیمو کې د زده کړو پر بهیر نظر ساتي او د زده کوونکو او ښوونیزو مرکزونو اړوندو ستونزو په حل کې ورسره مرسته کوي.

د تعلیم، تربیې او لوړو زده کړو کمېسیون وخت ناوخته د زده کوونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې سیالۍ په لاره اچوي او ممتاز زده کوونکي په ډالیو او جایزو نازوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx