واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

جو بایډن او افغانستان

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د واشنګټن ټایمز اخبار د نومبر پر ۱۰ لیکي جو بایډن په افغانستان کي پداسي وخت کي د یوې مشکلي مسلې سره مخامخ دی چي امریکايي عسکر خپلو کورونو ته را رهي دي، او جو بایډن سپني ماڼۍ ته ور روان دی. 

واشنګټن ټایمز لیکي جو بایډن له هري خوا تر فشار لاندي دی. له یوې خوا، امریکا د طالبانو سره موافقې ته ژمنه ده، د بلي خوا،‌د افغان حکومت له واشنګټنه د احتیاط او پاته کېدو خواست کوي، او د تروریزم پرضد د کړو وعدو عملي کول ترې غواړي. 

واشنګټن ټایمز کاږي خو د افغانستان په مورد کي د جو بایډن او ټرمپ اپروچ یو شان دی. دواړه امریکايي مشران د «ابدي جنګونه» ختمول غواړي. امریکايي مبصرین وايي جو بایډن پوهېږي چي مطلق اکثریت امریکایان له افغانستانه د خپلو عسکرو راوتل غواړي. خو همدا کارپوهان وايي چي جو بایډن په افغانستان کي د یوې وړې ډلي امریکايي عسکرو پر ساتو باندي غور کوي، او دا به د قطر په موافقې کي یو بدلون وي.

واشنګټن ټایمز ادامه ورکوي او لیکي اکثره امریکايي مبصرین باور لري چي جو بایډن به د طالبانو سره دپلوماتیک تماس او خبرو ته دوام ورکړي، خو د امریکايي عسکرو د راوتلو مسله به د عیني شرایطو سره  مرتبطه کړي.

امریکايي مبصر مایکل روبین وايي جو بایډن ښايي په افغانستان کي ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ عسکر پرېږدي. د جو بایډن او ټرمپ تر مینځ «مهم تفاوت به دا وي چي بایډن به د افغان حکومت له مذاکراتو څخه محروم و نه ساتي.» 

د متحده ایالاتو د فوج اخبار (سټارز اینډ سټرایپس) د نومبر پر ۱۰ لیکي بایډن پر دې باندي غور کوي چي په افغانستان کي څه امریکايي عسکر پرېږدي، خو انتظار کېږي چي دا به د طالبانو له مخالفت سره مخامخ سي.

اخبار لیکي خو بایډن نیت لري چي د قطر د موافقې اکثره مادې اجرا کړي. بایډن د سټارز اینډ سټراپیس سره په یوې مرکي ویلي دي«زه د عسکرو د راکمولو حمایت کوم. خو یو مشکل سته، او هغه دا چي موږ باید د داعش په اړه تشویش ولرو.»

اخبار لیکي طالبان له بایډن څخه غواړي چي د قطر موافقه اجرا کړي، مګر د کابل حکومت تجدید نظر پرې غواړي.

د افغانستان د چارو مشهوره مبصره اغلې اشلي جکسن وايي ځیني افغانان له امریکا څخه غواړي چي د قطر پر موافقې باندي باید تجدید نظر وسي، په تېره بیا پر هغې مادې باندي چي د امریکايي عسکرو وتل پکښي درج دي. د اغلې جکسن په قول دا کار کول «متحده ایالات بیا جنګ ته متعهد ول دي.» هغه زیاتوي«زه نه پوهېږم چي امریکا او په تېره بیا بایډن به دا کار وکړي. خو یو شی چي روښانه دی، هغه داچي بایډن د سخت مشکله سره مواجه دی.» 

اخبار لیکي د امریکا تر ټولو مهمه اندېښنه د ځان او ملګرو خویتوب دی. افغان ژورنالسټ او استاد داود اعظمي وايي«که چیري د بایډن اداره پدې برخه کي ډاډمنه سي، ښايي تر ډېره حده همدا موافقه وساتي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx