افغانستان

د پاکستان سفارت د وېزو د ویش په برخه کې د امرالله صالح طرحه رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د پاکستان سفارت د اشرف غني د لومړي مرستیال «امرالله صالح» هغه طرحه رد کړه، چې پاسپورټونه به د کابل په مشخصو ځایونو کې راټولېږي او تر هغه وروسته به سفارت ته د وېزې لپاره لېږل کېږي.

امرالله صالح چې د اشرف غني د معاونیت تر څنګ یې د کابل د امنیت مسئولیت هم په غاړه اخیستی؛ وړمه ورځ پرېکړه کړې وه، چې له دې وروسته به د کابل ښار په شپاړلسو مختلفو محلونو کې پاسپورټونه ټولېږي او تر هغه وروسته به د ویزو د اجراء لپاره د پاکستان سفارت ته لېږل کېږي.

د صالح د طرحې په بنسټ، ددې کار مسئولیت د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد سلاکار «خوشال سادات» ته سپارل شوی وو.

په کابل کې د پاکستان سفارت یاده طرحه رد کړې، «پروپاګند» يې بللی او ټینګار یې کړی، چې یوازې له خپل لوري ټاکل شوي محل څخه ورته رسېدلو پاسپورټونو ته ویزې اجراء کوي.

د سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ، پاکستان په دې وروستیو کې د ویزو د اجراء په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې چې افغانان ترې برخمن کېدای شي.

سفارت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د سفارت تر محل د باندې د ګڼې ګوڼې کمولو او نظم په برخه کې د حکومت له ادارو سره ګډ کار کوي.

یاده دې وي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت یو له تر ټولو مزدحمو سفارتونو څخه دی، چې هره میاشت لسګونه زره مراجعین لري.

یاد سفارت ته ورتلونکي کسان زیاتره وخت شکایت لري، چې د ویزو د توزیع په برخه کې نظم نشته او کمېشنکاران د ویزو د اجراء په بدل کې رشوت اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx