افغانستان

سیګار: د فساد په وړاندې د حکومت مبارزه یوازې د کاغذ پر مخ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، د فساد په وړاندې د حکومت مبارزه بې اثره او یوازې تر جلسو جوړولو او د کاغذ پر مخ د فساد ضد طرحو تر لیکلو پورې محدوده ده.

دغه راپور چې تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت او د نړیوالۍ پراختیا لپاره امریکایي ادارې ته لېږل شوی، پکې راغلي چې د سیسټماټیک فساد په وړاندې د حکومت مبارزه ضعیفه او بې اثره ده او د ځواکمنو کسانو بښل کېدل او یا هم له محکمې معاف کول هغه څه دي، چې په دې لاره کې يې دایمي ستونزې راولاړې کړې.

سیګار له امریکا او د یاد هیواد له متحدینو غوښتي، چې په جینوا کنفرانس کې له کابل حکومت سره کېدونکې احتمالي مرستې د فساد په وړاندې د حکومت په پام وړ مبارزې پورې مشروطې کړي.

پر امریکایي مرستو د څار ادارې په خپل راپور کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس«یوسف نورستانی»  له فساد سره د حکومت د نه مبارزې یو مثال بللی، چې د امریکایي محکمې له لوري په فساد، اختلاس او له خپل واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه تورن شوی؛ خو د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نوموړی د مشرانو جرګې غړی ټاکلی او د په دې توګه یې د هغه د نیول کېدو مخه یې ډب کړې.

د سیګار له لوري پورته راپور داسې مهال خپرېږي، چې ویل کېږي دوې اوونۍ وروسته د نږدې اویا هیوادونو د بهرنیو چارو  وزیران او د کابل حکومت مالي ملاتړي په جینوا کې راټولېږي او د راتلونکو څلورو کلونو په دوران کې له حکومت سره کېدونکې مرستې اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د سیګار څارنی اداره هم رښتیا او هم درواغ وایی، رښتیا یی دا چه د کابل غلامی اداری د فساد او ټولو نورو حتی مهمو چارو کی مبارزه صرف د خولی په وینا او د کاغذ په مخ ده دا خبره یی رښتیا ده. مګر د سیګار مواظبت یا څارنه نو د څه د پاره ده دا شل کاله پرله پسی په تریلونو ډالر حیف و نوش کیږی د سیکار اداره غل نه نیسی ، د غلو معاشونه نه بندوی مګر د هیویو ریفری دنده تر سره کوی چه څومره فساد کیږی د دی په ځای چه نور یی رسنیز… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x