نړۍ

سعودي کې چاودنې يو شمېر بهرنيان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان په جدې ښار کې چاودنې يو شمېر بهرنيان ټپيان کړي دي.

سعودي رسنۍ وايي، د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو اړوند غونډه کې چاودنه شوې ده.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې غونډه کې د اروپايي او ګڼو نورو هېوادونو ډيپلوماټانو ګډون درلود.

سعودي حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د لومړۍ نړيوالې جګړې اړوند په جدې ښار کې د نامسلمانو په هديره کې غونډه روانه وه، د فرانسې د قونسل په ګډون د ګڼو بهرنيو هېوادونو ډيپلوماټانو هم په کې ګډون درلود، چې چاودنه وشوه.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، له سعودي يې په دې اړه کره معلومات غوښتي او ورته يې ويلي، چې د بريدګرو معلومات او پېژندنه له دوی سره شريکه کړي.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې جده کې د فرانسې قونسلګرۍ له خپلو اتباعو غوښتي، چې ګرځېدو او تګ راتګ کې جدي احتياط وکړي.

تر اوسه د پېښې مسؤوليت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مومن

الحمدالله

الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی چاودنه لمړی : د لمړی نړیوال جنګ ( دوهم نړیوال جنګ هم نه !!!! ) په اړه غونډی ته څه اړه او څه اجندا یی لرله دوهم : دا غونډه د اسلامی نړی او په ځانګړی ډول سعودی بوری څه اړه لری دا باید اروپا کی وی که وی . دریم: ویل شوی چه غونډه د [ نامسلمانو ] به هدیره کی جوړه شوی . هدیره او هغه هم د نامسلمانو به هدیره کی. څلورم : هغه هم جده کی مکی معظمی ته نزدی کوم چه د غیر مسلمانو ورتګ ورته ممنوع دی نو بیا د غیرمسلمانو هدیره هلته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx