افغانستان

هرات کې د دولتي عسکرو یوه جنګي الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د یوې جنګي چورلکې د ویشتلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دولتي عسکرو پرون د سه شنبې په ورځ ماسپښین د پښتون زرغون ولسوالۍ په «ده شیخ» سیمه کې د عامو خلکو په کورونو او طالبانو په سنګرونو بمباري کوله چې یوه جنګي چورلکه د طالبانو په «دافع هوا» توغندي ویشتل شوې او میدان کې نسکوره شوې ده.

طالبانو دغه راز ویلي، چې په نسکوره شوې چورلکه کې یو شمېر دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده: «په چورلکه کې سپاره ګوډاګیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خوکره شمېره یې نه ده ترلاسه شوي.»
دا په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې درېیمه دولتي چورلکه ده چې د جګړې په ډګر کې نسکوریږي، تیره شپه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې هم د کیناستلو پرمهال دوو دولتي چورلکو ټکر کړی او نسکورې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

بسم الله الرحمن الرحیم حامداٌ ومصلیاٌ د نن ټکۍ آسیا محترمې ادارې ته! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته زه خپل سلامونه او نیکې هیلي د نن ټکی آسیا ټولو همکارانو ته وړاندې کوم الله مو همېشه بریالي لره لیکن د یو مسلمان افغان په صفت پرتاسو یوڅه نیوکې لرم الله دې وکړي چې پایله یې ښه وي او هغه داچې: ۱- تاسو همېشه د بې پرې توب دعوه کوی لیکن زه مو همېشه خبرونه او سیاسي لیکنې مطالعه کوم متأسفانه چې په ټوله کې د طالبانو په پلوي لیکل کېږي د مثال په توګه پرون مو خبر خپور کړ… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح القریب. دا هیواد د استعماری قدرتو او د هغو د غلامانو هدیره هیواد دی دا خبره خپله د انګریزانو له خوا روسانو ته په ملګرو ملتو کی شوی وه ، د انګریزانو سفیر وویل چه روسانو به له اشغال دمخه له انګریزانو د افغان مجاهد ولس په اړه پوښتلی وی دغه خو د استعماری قدرتو هدیره هیواد دی . مګر دومره سپین سترګی چه روسانو ته یی تانی ورکولی او بیا یی خپل دی هیواد کی د خپل بخت د ازمایلو جاج واخست دا ځکه چه د دجال ( امریکا ) په مشری لکه لویه… نور لوستل »

ورک ځاځی

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
ګرانه دا دولتی عسکر ندی. دګوډاګی رژیم عسکر دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx