نظــر

نړيوالتوب (العولمة/Globalization)«څلورمه برخه»

م. نورالله عزام

ټولنيز نړيوالتوب

د ټولنيز نړيوالتوب مطلب دا دی چې د نړۍ ټول هېوادونه د يوه کور د غړو په څېر له يو بل سره اړيکي ولري ترڅو امريکايي يهودي اهداف ترلاسه شي، يوې ټولني ته د غربي نړيوالتوب اهداف رسول د يهودو له اولوياتو څخه دي، چې له همدې لارې دوی کولی شي ټولنه فاسده کړي او حقيقي ارزښتونه يې له منځه يوسي، هغه اخلاق له منځه يوسي چې له اسماني اديانو څخه ترلاسه شوي دي، او د انسان سليم فطرت خراب کړي ترڅو د امريکايي نړيوالتوب په وړاندې شهامت، کرامت او زړه ورتيا له لاسه ورکړي( ).

د ټولني د بدلون لپاره دکورنۍ بدلون لومړی او اساسي اقدام دی او دکورنۍ د بدلون تر ټولو اسانه لار مېرمنو ته آزادي ورکول دي او د ځوانانو او نجونو لپاره د عياشۍ د هر ډول وسائلو برابرول دي، غربي نړيوالتوب وکولی شول له همدي لارې ټولنيز ژوند بدل کړې او د بين الملل تر چتر لاندې غونډو کې داسې مقررات پلي کړي چې عياشي ته لاره هواروي، په دې تړاو لومړۍ غونډه په (۱۹۹۴م) کال کې په قاهره کې تر سره شوه، دويمه غونډه په (۱۹۷۵م) کال کې ميکسيکو کې، دريمه غونډه په (۱۹۸۵م) کال کې په نيروبي کې، څلورمه په (۱۹۹۴ م) کال کې په قاهره کې… او وروستۍ غونډه يې په (۲۰۰۰ م) کې په نيويارک کې ترسره شوه، په دغو غونډو کې امريکا وغوښتل چې کړي پرېکړي دي ټولي په هغو هېوادونو کې پلي شي چې پريکړي ورسره شوي دي، په غونډو کې د ازادۍ او عياشي د امکاناتو برابرولو په تړاو ګن شمېر پرېکړي شوي دي او داسې پريکړي هم شوي چې د کورنۍ د تباهي لامل ګرځي( ).

د نړيوالتوب وسائل:
دا چې د غربي نړيوالتوب په سر کې د امريکا متحده ايالات دي، امريکا او متحدينو يې وکولی شول د لاندې وسائلو له لارې له خپلو پلانونو سره سم د نړيوالتوب چاري پرمخ بوزي:

1. د انټرنيټ شبکه د دې لپاره استخدامول چې دا يوه معلوماتي وسيله ده چې هر انسان کولی شي په اسانه لاس رسی ورته ولري او په وړيا توګه خپلې تقليدي چاري پرمخ بوځي، دغه راز په کم لګښت او د يوڅو ساعتونو په دوران کې د نړۍ هره برخه سره نښلوي، پرته له دې چې کوم دولت پکې مداخله وکړي او يا سيالي ورسره وکړي او د همدې وسېلې په مټ دوی غربي فکر خپور کړ.

2. اقتصادي او تجارتي تنظيمونه او تړونونه رامنځ ته کول او په مټ يې د نړيوالتوب لپاره خپلې سياسي چاري پرمخ بيول، لکه د ګيټ تړون چې(۱۱۷) غړي هېوادونه لري، او د ناوتا اتحاديه چې امريکا، کانډا، ميکسيکو او د اروپا مشترک بازار يې غړيتوب لري، او د ايپک تړون چې د ناوتا غړو هېوادونو او اسټرليا، نيوزر لينډ، چاپان، اندونيزيا او مليزيا څخه جوړ دی او د نړيوال تجارت ټولنه چې له لسګونو هېوادونو څخه تنظيم شوې ده.

3. د ملل متحد نړيواله ټولنه جوړول او د هغوی سياسي، مالي او فرهنګي ټولني، لکه نړيوال بانک، يونيسکو او د بشري حقوقو ټولنه تنظيمول، د دې ټولنو موخه په نړۍ کې د امريکا سياست تنفيذول او د دوی او متحدينو لوړي ګټې يې خوندي ساتل دي. د ملل متحد زياتره پرېکړي د همدې هېوادونو د ګټو خوندي ساتلو په موخه تر سره کيږي، د دې دليل دا دی چې په (۱۹۴۷م) کال کې د فلسطين ځمکه تقسيم شوه او هلته يو يهودي عبري دولت رامنځ ته شو، په(۲۰۰۱ م) کال کې پر افغانستان بريد وشو، او په(۲۰۰۳م) کال کې پر عراق بريد وشو چې دغه ټولو کړنو د نړيوالې ټولنې له اساساتو سره ټکر درلود.

4. د اسلام ضد تنظيمونو سره مالي او معنوي مرستې کول او پر اسلامي ډلو بنديزونه لګول، د خپلو ظالمانه تړونونو له لارې د اسلامي نړۍ پر دولتونو قيودات وضع کول لکه د اټمي وسلو جوړول ممنوع ګرځول په داسې حال کې چې ېهودو ته يې د جوړولو اجازه ورکول کيږي.

5. د نړيوالتوب د فکر او فرهنګ لپاره نړيوال پلانونه جوړول او نړيوال بازار کې د امريکايي او ګڼ ملتيزه کمپنيو اعتماد ساتل، نړيوال بازارونه په خپل لاس کې اخيستل او نور هېوادونه کمزوري کول.

6. د غربي هېوادونو په پوهنتونونو او ښوونيزو مراکزو کې د اجانبو زده کوونکو لپاره اسانتياوي برابرول ځکه چې همدا په خپلو ټولنو کې د مستقبل با نفوذه شخصيتونه دي، چې بيا به د امريکا په مشرۍ د نړيوالتوب لپاره کار کوي.

7. د خيريه مؤسسو له لاري خپل اهداف ترسره کول، د افريقا او اسيا په ډېرو اسلامي هېوادونو کې په زرګونو خيريه مؤسسې کار کوي، دوی په ظاهره د بيا رغونې او تعليم لپاره کار کوي او بې وزله خلکو سره طبي او مالي مرستې کوي خو د دې ترڅنګ په ډېر ماهرانه ډول په پټه خپل اهداف هم پرمخ بيايي، مسيحت او سيکولريزم ته کار کوي او د ازادۍ او ديموکراسۍ په پلمه غربي فرهنګ او غربي نړيوالتوب خپروي.. د افريقا په لويه نېستمنه وچه کې –چې ځيني ورته مستعمره هم وای- داسې هېوادونه شته چې په ډېر ماهرانه ډول يې نظامونه د خپلو ولسونو په لاس راوپرځول شول او هلته اوس سيکولر نظامونه رامنځ ته شوي دي چې سوډان يې يوه بېلګه ده، په سوډان کې مخکني ولسمشر عمر البشير اسلامي نظريه لرله، هغه نه غوښتل چې هلته غربي فکر ډېر رشد وکړي؛ خو په (۲۰۱۹م) کال کې د هغۀ له راپرځولو وروسته اوس د دغه هېواد واګي د هغو ځوانانو لاس ته ورغلي چې د غربي فکر تر اغېز لاندې راغلي او سيکولر نظام غواړي.

ولي اسلامي نړۍ د نړيوالتوب اصلي هدف؟

يهودان او د غرب ځواکمن هېوادونه غواړي پر ټوله نړۍ د نړيوالتوب نظريه پلي کړي مګر د دوی اصلي هدف اسلامي نړۍ ده چې د دې څلور لاملونه دي:

1. په نړۍ کې اسلامي هېوادونه دجغرافيې له پلوه تر ټولو ښۀ موقعيتونه لري.

2. اسلامي نړۍ له قيمتي او پرېمانه معدنياتو څخه برخمنه ده.

3. د نړۍ د درې سترو اديانو: اسلام، مسيحيت او يهوديت مقدس ځايونه په اسلامي نړۍ کې قرار لري.

4. د نړيوالتوب اصلي ځواب اسلامي نظام ورکولای شي چې له همدې امله دې خوزښت ته بنيادي خطر له اسلام څخه دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx