نظــر

بهر میشتو سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د ویډیويي کانفرانس راپور/ حفیظ الدین پيرزاده

یادونه: دغه راپور د لندن میشت سوله ییز خوځښت انسجام ادارې لخوا نن ټکی اسیا ته د خپرېدا لپاره استول شوی، چې نن ټکی اسیا یې هم په خپل وار کټ مټ نشر ته سپاري:

———————————

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ھیوادوالو سرہ د اړ‎یکو د څانگې ویډیوي کنفرانس

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر د ھیوادوالو سرہ د تماس ادارې پر اوم نومبر ۲۰۲۰م د لندن پر وخت د ماښام پر ۴:۳۰ بجو د لندن میشت سوله ایز خوځښت انسجام په ھلو ځلو په امریکا او اروپا کې د سولې د مشورتي ټولنې له غړ‎یو سرہ د سکائپ له لیارې ویډیوي ناسته تر سرہ کړ‎ہ!

د مجلس گډونوال

د اسلامي امارت ټیم:

۱- شیخ صاحب شھاب الدین دلاور; د امارت د سیاسي دفتر د ھیوادوالو سرہ د تماس د ادارې مشر، او د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم غړ‎ی

۲- قاري صاحب دین محمد حنیف د یادې ادارې غړ‎ی، د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم او د امارت د رھبري شورا غړ‎ی

۳- محترم سھیل شاھین؛ د نوموړ‎ې ادارې او بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم غړ‎ی او د سیاسي دفتر پخوانی ویاند

۴- ښاغلی محمد نبي عمري؛ د ذکر شوې ادارې او د بین الأفغاني مذاکراتو د ټیم غړ‎ی

۵- مولوی صاحب عبد الغني، د یادې ادارې غړ‎ی

۶- مولوي عبدالرحیم ثاقب

۷- مولوي روح الله شهاب

د سولې مشورتي ټیم:

۱- ډاکتر محمد داؤد میرہ کی د سولې د مشورتي ټولنې مشر ( امریکا )

۲- ډاکتر عبد القادر ودان ( جرمني )

۳- ښاغلی میر عنایت الله آشفته ( جرمني )

۴- آغلې ھیله پښتنه ( جرمني )

۵- محترم عزیزالدین معارج ( لندن )

۶- ښاغلی ھدایت الله حنفي ( جرمني )

۷- محترم سید ھارون پاچا ( امریکا )

۸- ښاغلی عبد الھادي دولتزی ( لندن )

د مجلس تنظیم، تنسیق، نظارت او اناونسري؛

ښاغلی حدید الله ذاکري او پیرزادہ

د طالبانو د سیاسي دفتر انلاین کانفرانس

غونډہ د قاري صیب دین محمد حنیف لخوا د قرانکریم د څو مبارکه ایاتونو پر تلاوت پیل شوہ.

لومړ‎ی شیخ صیب دلاور د ورسرہ ټیم پیژند گلوي وکړ‎ہ او گډونوالو ته یې ستړ‎ي مه شي وویل، ور پسې ذاکري صیب ښاغلي دکتور میرہ کي ته بلنه ورکړ‎ہ چې د خپلې ټولنې په استازیتوب خپل پیغام، اند، مشورہ او پوښتنې د امارت له مشرانو سرہ شریکې کړ‎ي!

دکتور میرہ کي تر ښه راغلاست او مننې پس د امارت مشرانو ته د دوحې د توافقنامې د سترې بریا مبارکي و ویل او زیاته یې کړ‎ہ، د دوحې تړ‎ون د سولې د پروسې پیلامه دہ او لا ډیر مزل پاته دی.

ھغه ھمداسې خپلې خبرې و ځغلولې او زیاته یې کړ‎ہ: د غرب څخه قصابان او ډیر کم حیثیته خلک د اشغال تر سیوري لاندې افغانستان ته لاړ‎ل چې اوس میلونران دي. موږ‎ د خپل ایمان او وجدان پر حکم دا کار ونکړ‎، دلته ناست د سولې د مشورتي ټولنې ھر غړ‎ی یو ستر علمي کدر او فرھنگي شخصیت او د اشغال مخالف دي.

علي کرم الله وجھه ته منسوب قول دی وایي: خپل مه پریږ‎دئ چې پردي شي او ستاسې مخالفین یې ستاسې پخلاف وکاروي، د دوست دښمن، دښمن دی او د دښمن، دښمن دوست!

شمال ټلوالې خپل پرچمیان په غیږ‎ کې ونیول، موږ‎ پردي نه یو، ھیله مو دہ زموږ‎ مشورې جدي ونیسئ.

موږ‎ دا ټولنه امارت ته د مشورو لپارہ جوړ‎ہ کړ‎ې، موږ‎ ظرفیتونه، پراخې تجربې او په مختلفو ډگرونو کې لوړ‎ علمي کدرونه لرو، نه غواړ‎و دا ھر څه له ځان سرہ گور ته یوسو.

موږ‎ پر تاسې یا بل چا احسان نه کوو بلکې دا وطن او ولس پر موږ‎ حق لري، غواړ‎و حق یې اداء کړ‎و!

تر دې پس، ډاکتر میرہ کي د امارت له ټیم څخه د اوسنیو حالاتو او ستراتیژۍ د توضیح غوښتنه وکړ‎ہ.

شیخ دلاور له داکتر میرہ کي څخه په مننې وویل: تاسې زموږ‎ ویاړ‎ او ایندہ یاست. مو تاسې په گردي میزونو او نورو علمي محافلو کې تعقیب کړ‎ي یاست چې تل مو د اشغال پر خلاف د امارت له بر حق داعیې دفاع کړ‎ې.

د دوحې د توافقنامې مبارکي زہ تاسې او د افغانستان ټول مسلمان ولس ته ورکوم.

که د امارت تر شا د مسلمان ولس پراخ او ھر اړ‎خیز ملاتړ‎ نه وای نو موږ‎ به اشغال د دې تړ‎ون لاسلیک ته ھیڅکله نه و اړ‎ کړ‎ای!

تاسې او د افغانستان نور علمي کدرونه چې د خپل ویښ وجدان، پاک ضمیر او راسخې عقیدې له مخې د اشغال په خوا کې و نه دریدل، د پیسو په مقابل کې یې غلامي قبوله نه کړ‎ہ، د ډیرې ستاینې او تحسین وړ‎ دي!

موږ‎ تل ستاسې نیکو مشورو او وړ‎اندیزونو ته ضرورت لرو، د قدر په سترگو ورته گورو او چې کله موږ‎ ته را رسیدلي، موږ‎ په پورہ دقّت تر کتنې لاندې نیولي، څیړ‎لي مو دي او د کارونو په لا ښه توب کې مو ترې کار اخیستی.

موږ‎ له تاسې او د افغانستان له نورو علمي کدرونو ھیله لرو چې خپل اندونه، مشورې او سپارښتنې تل موږ‎ ته را ولیږ‎ي.

د اوسنیو حالاتو په اړ‎ہ باید ووایم چې امارت د دوہ اساسي موخو د لاسته راوړ‎نې لپارہ ھلې ځلې کړ‎ي، خپل دوہ امیران یې له لاسه ورکړ‎ي، زندانونه پرې ډک شوي، ھر راز ستونزې او کړ‎اونه یې گاللي، ھغه دوہ موخې عبارت دي له: د اشغال مکمله خاتمه او په افغانستان کې د یوې تلپاتې سرتاسري سولې اعادہ.

د ھمدې موخو د تحقق لپارہ مو د دوحې توافقنامه لاسلیک کړ‎ې او د افغان مسئلې د ھواري لپارہ مو د قضیې د مختلفو جھتونو سرہ مذاکرات پیل کړ‎ي چې د کابل ادارہ ھم د ھمدې جھتونو څخه د یوہ جھت په توگه پیژنو نه د یوہ حکومت په توگه.

موږ‎ د دوحې د تړ‎ون پر اساس بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن یو. زموږ‎ د ژمنتیا کچه تاسې له دې ھم مالومولی شئ چې زموږ‎ د مذاکراتي ټیم ډیري غړ‎ي د امارت د رھبري شورا غړ‎ي دي او د سترو فیصلو کولو پورہ صلاحیت لري.

د غونډې بل گډونوال میر عنایت الله آشفته وویل: غواړ‎م دوہ نکتو ته اشارہ وکړ‎م چې زموږ‎ د بدبختۍ اصلي لاملونه دي؛ لومړ‎ی د داود خان له پیر څخه افغان دولتونو د شرقي او غربي بلاکونو او ھمدا راز د گاونډیانو سرہ د اړ‎یکو او تعامل تر منځ توازن نه دی ساتلی.

افغانستان په وچه کې ایسار ملک دی او چې کله د عدم توازن ښکار شوی، د ډیرو وخیمو نتایجو سرہ لاس او گریوان شوی.
دویم لامل یې د ټولنیز عدالت فقدان دی.

بله مھمه خبرہ د غربیانو ھغه نظریه دہ چې وایي افغانستان یو کثیر الملیتي ھیواد دی او باید فدرالي نظام ولري.

دا کار ډیر خطرناک دی او د افغانستان پر تجزیه منتَج کیږ‎ي. امارت باید دې خطراتو ته جدي متوجه و اوسي.

یواځې یو قوي مرکزي دولت زموږ‎ ستونزې حلولای شي.

د آشفته صیب د اندیښنو ځواب قاري صیب دین محمد ور کړ‎، ھغه وویل: خوښ یم چې د افغانستان له علمي کدرونو سرہ مخ یم. لکه څنگه چې میرہ کي صیب ھم وویل د دوحې توافقنامه د فتحې پیلامه دہ، موږ‎ او تاسې ته لا ډیرہ ستونزمنه او د ھر راز ننگونو ډکه لار پاته دہ، ځکه خو وایم چې موږ‎ تل ستاسې پشان پر دین او وطن مئینو ملي او علمي کدرونو مشورو او لارښوونو ته اړ‎ یو تر څو د عدم توازن ښکار نشو.

د الله عزوجل نعمتونه ډیر زیات دي؛ وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحْصُوهَآ. الآیة

خو تر ټولو ستر دوہ نعمتونه چې الله عزوجل یې قریشو ته د ورکړ‎ې ذکر په قرانکریم کې کړ‎ی؛ ٱلَّذِىٓ أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍۢ وَءَامَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ. الآیة
عبارت دي له رزق او د امنیت له تامین څخه.

موږ‎ په اوسنیو شرایطو کې له بدہ مرغه له دې دواړ‎و نعمتونو محروم کړ‎ای شوي یو.

ټولنیز عدالت ھم د الله عزوجل په دې پورته ذکر شویو دوہ نعمتونو کې نغښتی، که امنیت راشي او سوله وي، ولس په خیټه موړ‎ وي، بیا د ټولنیز عدالت پوښتنه را پورته کولای شو.

د غونډې بل گډونوال ډاکتر ودان د اشغال په مختلفو شکلونو رڼا واچوله؛ ھغه زیاته کړ‎ہ: اشغال یواځې نظامي نه وي، تر نظامي اشغال ھغه، فکري او فرھنگي اشغال ډیر خطرناک دی. اشغالگر آخر خپل نظامي حضور پای ته رسوي خو تر شا داسې فکري غلامان پریږ‎دي چې د ښکیلاگرو موخې د ھغوی په نه موجودیت کې سر ته رسوي. دا رنگ فکري غلامان د ټولنې په وجود کې د سرطاني ھستو په څیر وي چې کله ان د کورنیو جگړ‎و لامل گرځي. امارت څخه مو ھیله دا دہ چې د اشغال د دې شکلونو د مخنیوي لپارہ ھم لاس په کار شي!

د ودان صیب په ځواب کې شاھین صیب وویل: موږ‎ د ودان صیب خبرې تائیدو، د اشغال له ویش سرہ ھم یوہ خوله یو بلکې وایو فکري اشغال تر نظامي ھغه ډیر خطرناک دی خو اوس خبرہ د لومړ‎یتوبونو دہ.

الله عزوجل دې افغان مومن ولس ته توفیق ورکړ‎ي چې د نظامي اشغال ټغر په مکمله توگه ور ټول کړ‎ي، د فکري اشغال پخلاف مبارزہ د بلې مرحلې کار دی چې ډیرې ھڅې او اوږ‎د وخت ته اړ‎تیا لري!

ھمدا اوس اشغالي رسنۍ د امارت په خلاف داسې زھرجن تبلیغات کوي چې سالم عقل یې نه شي منلای؛ کله وایي طالب مجاھدینو سړ‎کونه، پلونه او نور عام المنعه ځایونه وران کړ‎ل، کله وایي ښوونځۍ یې وتړ‎لې او په دې اخرو وختونو کې یې پر کابل پوھنتون د شوي وحشت پړ‎ہ ھم پر طالبانو واچوله!!

سرہ له دې چې د سترو پروژو لکه پایپ لاین، تعمیراتي غټې پروژې او نورو کې که د امارت مرسته نه وي د تطبیق تصور یې ھم ناشوني دی!

د فکري اشغال د نابودۍ ھلې ځلې به ستاسې منورینو او علمي کدرونو په ملتیا یو ځای پر مخ وړ‎و تر څو د سرطان دا ھسته له خپلې ټولنې څخه ورکه کړ‎و.

ھیلې پښتنې خور پوښتنه وکړ‎ہ: که د امارت حکومت راشي، آیا ښځو ته به د کار او تعلیم حق ورکړ‎ل شي؟

شیخ صیب یې په ځواب کې وویل: ښځه زموږ‎ مور، خور او لور دہ. د ھر شخصیت تر څنگ یوہ قھرمانه ښځه خامخا وي. زموږ‎ ښځې ډیرې مظلومې دي.

زہ کله کله فکر کوم چې موږ‎ من حیث القوم ولې تر عمومي عذاب لاندې راغلو؟

که د الله عزوجل له احکامو د سرغړ‎ونې خبرہ وي لکه په ټولنه کې د سود، فساد او نورو ناوړ‎ہ اعمالو ترویج نو ھغه خو زموږ‎ د ټولنې په تناسب په نورو ټولنو کې په مراتبو زیات و.

اوس فکر کوم ښایي د عمومي عذاب یو ستر لامل زموږ‎ په ټولنه کې ھغه مظالم وي چې زموږ‎ له ښځینه طبقې سرہ کیږ‎ي!

زہ چې کله د محاکمو د تمیز د ریاست مرستیال وم، د مرحوم امیر المومنین ملا محمد عمر اخوند لخوا دا لاندې ‎ فرمانونه په لږ‎ او ډیر زماني واټن سرہ د سمدستي إجرأتو لپارہ موږ‎ ته راغلل:

۱- ښځه به په بدو کې نه ورکول کیږ‎ي؛

۲- کونډې به مکمل اختیار لري چې بل وادہ کوي او که په کور پاته کیږ‎ي؛

۳- ښځې په میراث کې د خپلې برخې اخیستلو مکمل اختیار لري؛

۴- ھرہ بالغه ښځه کولای شي چې د خپل ژوند ملگری ځانته پخپله وټاکي؛

۵- په حقوقي مسائلو کې ښځه کولای شي چي د ۳۶ یا زیاتو کلونو له تیریدو پس ھم د خپل حق إدعاء وکړ‎ي ( عموماًُ حقوقي قضیې د ۳۶ کلونو پر تیریدو له منځه ځي )

د یوہ رښتیني اسلامي نظام پر راتگ به نه یواځې ښځې د تعلیم، تحصیل او کار اجازہ ولري بلکې موږ‎ به یې د دې حقوقو د اعادې غوښتنه کوو خو د اسلامي او افغاني چوکاټ په محوطه کې او د شرعي حجاب پر مراعت!

د ښاغلي معارج پوښتنې او غوښتنې ډیرې وې چې ځېنې یې په دې ډول وي: امارت څه ډول حکومت غواړ‎ي؟ موقت، مشارکت که بل ډول؟

که امارت واک ته ورسیږ‎ي، بھرنۍ پالیسي به یې څه وي؟ آیا د امارت کورنۍ پالیسي به د داسې کوم میکانیزم له مخې وې وي چې زموږ‎ اقتصادي او ملي گټې خوندي کړ‎ي؟

د کابل ادارہ د سولې ارادہ نه لري، آیا بھترہ به نه وي چې د ھغوی سرہ د وخت د ضائع کولو پر ځای، امارت رسماً خپل حکومت اعلان کړ‎ي؟

د معارج صیب د سوالونو ځوابونه عمري صیب داسې وویل:

د موقت حکومت خبرہ مطرح نه دہ. تیرو تجربو ھم دا ښودلې چې موقتې ادارې زموږ‎ ھیڅ رنځ نه دوا کوي بلکې ډیری وخت د موقتې ادارې مشران د خپل اقتدار د تمدید لپارہ په ناروا سازشونو او حیلو سر وي چې دا بیا په یوہ ستونزہ کې بله ستونزہ زیږ‎وي.

موږ‎ د قدرت انحصار نه غواړ‎و، بلکې د یوہ داسې اسلامي نظام د قیام لپارہ ھلې ځلې کوو چې ھر څوک پکې خپل ځان وویني.

له ھیواد څخه بھر جوړ‎و شویو حکومتونو ھم د تاریخ په گواھۍ، ھیڅکله ښه نتیجه نه دہ ورکړ‎ې.

موږ‎ په افغانستان کې د یوې تلپاتې او سرتاسري سولې لپارہ ژمن یو او د ھمدې موخې د تر لاسه کولو لپارہ مو بین الأفغاني مذاکرات پیل کړ‎ي.

که مذاکرات بریالي نه شي، موږ‎ به بیا ھم د مساحمې، صبر او استقامت لمن نه پریږ‎دو او کوښښ به کوو چې مخالفین مو پوہ شي، که د ھغوی اصرار بیا ھم پخپلو شخصي گټو ولاړ‎ و، موږ‎ به بیا ملت ته رجوع کوو.

د غونډې بل گډونوال سید ھارون پاچا وویل: امارت باید ټولو مجاھدینو ته خپله غیږ‎ خلاصه کړ‎ي، که ھغه د روسانو پخلاف جنگیدلي وي او که د امریکا.

د امارت مشران باید زموږ‎ له تجربو استفادہ وکړ‎ي، زموږ‎ مشورې واوري او داسې یوہ لارہ موږ‎ ته وښئي چې وړ‎اندیزونه مو نیغ په نیغه تر مشرانو ورسیږ‎ي.

شیخ دلاور یې په ځواب کې وویل: مننه پاچا صیب! دواړ‎ہ جھادونه زموږ‎ ویاړ‎ دی، د امارت غیږ‎ د ټول ولس پر مخ خلاصه دہ. موږ‎ مو تل د نیکو مشورو ھر کلی کوو.

شیخ صیب دلاور ذاکري ته سپارښتنه وکړہ‎ چې د یوہ وړ‎وکي واتس اپ گروپ پر جوړ‎ولو او یا ھم د کومې بلې مؤثرې وسیلې په کارولو پر داسې یوہ میکانیزم کار وکړ‎ي چې د بھر میشتو افغانانو آواز په چټکتیا سرہ د امارت ذیدخله مشرانو ته ورسوي!

ھدایت الله شینواري صیب د وخت د کمبود له امله یواځې یو وړ‎اندیز وکړ‎ او ھغه د امارت لخوا د ھندوستان سرہ د ښو اړ‎یکو پر جوړ‎ولو څرخید، تر څو په شمال کې د شمال ټلوالې د ملیشه سازۍ ھغه دسیسه ناکامه شي چې ھغوی یې دمگړ‎ۍ د ھند په مرسته پر مخ بیایي.

ورپسې ښاغلي دولتزي وویل: د کابل ادارہ سولې ته ژمنه نه دہ، که د قضیې نور جھتونه ھم د سولې په پروسه کې داخل شي، بھترہ به وي.

د لس زرہ بندیانو مسئله څنگه شوہ؟ د امارت د مشرانو نومونه به د تور لست څخه کله لیرې شي؟ امریکا ډیر ځله په جگړ‎ہ کې د کابل ادارې مرستې ته را دانگي. آیا دا د دوحې د توافقنامې صریحه خلاف ورزي نه دہ؟

په نژدې وخت کې په جینیوا کې افغانستان سرہ د مرستې کانفرانس جوړ‎یږ‎ي. آیا تاسې دعوت شوي یاست؟ که بلنه درکړ‎ي، دریځ به مو څه وي؟

شیخ صیب دلاور لومړ‎ی د شینواري صیب په ځواب کې وویل: زموږ‎ سیمه ایزہ پالیسي له ټولو لیرې او نژدې گاونډیانو سرہ په دوستۍ، عدم مداخلې او متقابل احترام ولاړ‎ہ دہ. مونږ هیله لرو چې سیمه ییز او ګاونډی هیوادونه بېځایه تشویش ونه کړي.

د دولتزي په ځواب کې شیخ صیب وویل: موږ‎ پوھیږ‎و د کابل ادارہ سولې ته ژمنه نه دہ، ځکه خو موږ‎ د قضیې د مختلفو جھتونو سرہ په خبرو بوخت یو. د لس زرہ بندیانو او تور لست خبرہ لا پر ځای پاته دہ، موږ‎ نن ھم د امریکایانو سرہ په دې اړ‎ہ مجلس درلود.

موږ‎ د دوحې تړ‎ون ته ژمن یو او د تړ‎ون د لا ښه تطبیق لپارہ مو یوہ کمیټه تشکیل کړ‎ې چې تر اوسه یې د امریکایانو لخوا د ۸۰۰ تخطیو قضیې درج کړ‎ي او موږ‎ ھم پخپل وار د دې تخطیو پر خلاف آواز اوچت کړ‎ی.

موږ‎ د جینیوا کنفرانس ته نه یو غوښتل شوي. د نومړ‎ي کنفرانس د کوربنو په ډله کې به د کابل ادارہ ھم وي نو که موږ‎ ته بلنه ھم راکړ‎ل شي، موږ‎ به په داسې کنفرانس کې چې کوربه یې د کابل گوډاگۍ ادارہ وي، گډون و نه کړ‎و!

د مجلس په پای کې شیخ صیب له ټولو گډونوالو مننه وکړ‎ہ او غونډہ افغانستان ته پر دعا پای ته ورسیدہ.

و من الله التوفیق

______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د انسجام د ټولنې په استازیتوب
۱۰ سپتمبر ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وَالَّذِيۡنَ اسۡتَجَابُوۡا لِرَبِّهِمۡ وَاَقَامُوۡا الصَّلٰوةَ وَاَمۡرُهُمۡ شُوۡرٰى بَيۡنَهُمۡ وَمِمَّا رَزَقۡنٰهُمۡ يُنۡفِقُوۡنَ‌ۚ‏ ﴿۳۸﴾سوره ال شورا ،معنی : اوکوم خلک چه حکم منی دخپل رب اوقایموی لمونځ اوددوی کاردۍ مشوره کول په خپل منځ کی اوله هغه څه نه چه ورکړی دی موږ خرڅکوی. په څوځایه کی الله دمشوری حکم کړۍ دۍ،ددوحی ددفترداکاردډیرقدروړدۍ اوټولوافغانانوته دملک سره اوله دوی سره مینه پیداکوی – داوودخان وطن فرسته پاک سړۍ ووولی مشوره یی نکوله کمونسټان اودالله دښمنان یی نه پیژندل انجان یی هرافغان ته معلوم دۍ  إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ-سوره النحل آیات ۷۴–معنی:بیشکه الله پوهیږی اوتاسی نه پوهیږۍ،دالله پرکلام عمل کول لویه کامیابی… نور لوستل »

عبدالواحد

ترجمه:داکتاب دۍ چه موږنازل کړۍ پرتاسو   سوره -ص  29. كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ                                 برکت والادۍ چه دوی غوروکړی ددی په آیاتونوکښی اوچه نصیحت حاصل کړی دعقل والا.                                                                                               وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا ج سوره آلعمران آیات ۱۰۳.ترجمه اومضبوطه ونسۍ رسۍ دالله ټول اومه جداجداکیږۍ اویادکړۍ نعمت دالله پرتاسو هرکله چه تاسووۍ دښمنان تریوبله بیاهغه محبت واچاوۍ په زړونوستاسوکی پس سوۍ تاسو دهغه په مهربانی وروڼه دیوبل وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x