افغانستان

کندهار: طالبانو ۹۰ تنه دولتي عسکر خوشې کړي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې ۹۰ تنه دولتي عسکر له بند څخه ازاد کړي دي.

راپورونه وايي چې د کندهار ولایت ميوند ولسوالۍ کې ۹۰ دولتي عسکر طالبانو د خپل مشر د عفوې د فرمان له مخې ازاد کړي دي او خپلو کورونو ته يې استولي دي.

د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې طالبانو دغو ۹۰ تنو عسکرو ته د جيب خرڅ او کرايه هم ورکړې ده او له هغوی څخه يې د خپل عادي ژوند تېرولو او دولتي ليکو ته بېرته د نه ورګرځېدلو غوښتنه کړې ده.

طالبان دغه نيول شوي عسکر داسې مهال له بند څخه خوشي کوي چې په دې وروستيو کې په مخامخ جګړو کې د دولتي عسکرو اسير کېدل او تسليمېدل زيات شوي دي.

بايد وويل شي چې د طالبانو د دعوت ارشاد کميسيون مسؤلينو په دې وروستيو کې له دولتي ليکو څخه د عسکرو د راويستلو لړۍ چټکه کړې ده چې تېره مياشت هم څه باندې ۱۲ سوه دولتي عسکر د ياد کميسيون په هڅو له خپلو دندو لاس په سر شوي وو.

طالبانو تر دې وړاندې هم ډېر ځله په جګړه کې نيول شوي دولتي عسکر خوشي کړي دي او په دولتي ليکو کې په دندو بوختو عسکرو څخه يې غوښتي دي چې له جګړې لاس واخلي او په وينا يې چې د اسلامي نظام د قيام په وړاندې خنډ ونه ګرځي او خپل عادي ژوند ته مخه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه کار شوی الله د دواړه طرفو ته حوصله ورکړی چی سره مثبتی خبری وکړی چی سبب د اوربند او سولی شی ضرورت نشی چی یو کافر د دوی تر منځ روغه جوړه وکړی.

مجاهد

اسلامی امارت د ټولو افغانانو ویاړنه او ګډ کور دی، چه د خاوری، خلکو ، خپلواکی او داسی نورو معتبرو ارزښتونو د دفاع د پاره په سر او مال مقاومت او دا شل کاله پرله پسی مالی او جانی قربانی ورکوی ملت یی تر شا ولاړ او ملاتړ یی کوی تر دی چه ترمپ یی په اړه وویل چه طالبان د خپلواکی جنګیالی او پیاوړی خلک دی. په هر صورت، د دغو بندیانو خوشی کول یی ډیر ښه او په ځای کړنه وه، ځکه چه دوی او د دوی په شان نور د فقر او ناپوهی له امله عسکر، پولیس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx