
په ټولنه کې د فکري او نظرياتي توپيرونو موجوديت او مشروعيت
د،ب،هيښ
فکري تنوع او اختلاف يو الهي حکمت او خلقت دی د انسانانو په ژوند کی. لکه چې انسانان الله تعالی (ج) د رنګ ، قد ، ذکاوت ،استعداد ، شوق، ذايقې ، علاقې او تمايل له نظره متمايز پيدا کړي دي ، فکرونه ، نظريات ، برداشتونه، وړتياوې او انګېرنې ئې هم يو د بل سره توپير لري او د ټولنيز چاپېريال او په کې اوسيدونکو سره ئې تعامل ، رابطه او عکس العمل هم يو د بل سره فرق لري .
د مدنيت په راتلو او د ټولنيز ژوند په جوړېدو سره د انسانانو واړه واحدونه ( فرد، کورنۍ ) په غټو مجموعو (تربرونه ، کليوال ، قبيله ،قوم ، توکم او بالاخره په ملتونو) بدل شول چې په نتيجه کې يې اوسنۍ جهاني ټولنه منځته راوستله.
څه شان چې افرادو اجتماع تشکيل کړله، په همغه ډول د دوی فردي فکر هم د نورو فکرونو سره د ټکر ، تماس او تبادل له وجهې په فرديت کې ايسار پاته نه شو او د خپلې بقا د پاره يې د نورو سره د ملګرتيا او امتزاج لاره ونيوله او په ټولنه کې شاملو افرادو يو بل ته د فکرونو د نسبي نږديوالي په اساس فکري او نظرياتي ډلې، ګروپونه او ګوندونه تشکيل او د فرد په ځای ټولنيز مختلف سازمانونه جوړ شول تر څو دا سازمانونه د خپلو افرادو د نظرياتو او افکارو نمايندګي او په ټولنه کې د نورو ډلو او سازمانو سره سيالي وکړي او خپل نظريات منعکس او د ګټو نه ئې دفاع وکړي.
خو د مختلفو فکرونو او نظرياتو په اساس تشکيل شوي سازمانونه ، ډلې او ګوندونه يوازې هغه وخت دخپل فکر د عملي کولو او هدف ته د رسېدلو حق او چانس لري چې :
اول – د خپلې ټولنې مشخصه او مختصه منل شوي ارزښتونه ، قواعد او اصول چې د ټولنې وجود او عدم ، سوله او ثبات ، ازادي او خپلواکي او ګټې او تاوان په کې نغښتۍ وي کلک مراعات او محترم و ګڼي او د هغې په اولويت او برتريت نسبت خپلو شخصي او ګوندي فکرونو ته معتقد او متعهد و اوسي . ځکه که دا ارزښتونه او نورمونه چې ټولنه د هغې په بنياد جوړه شوې ده ، متضرر او يا د منځه تللو سره مخامخ شي ، طبعاا د ټولنې د جوړښت د بنيادونو په متضرر کېدلو او نړولو سره ټولنه هم په خپل حال نه پاته کيږي او د پاشلو او نابودۍ سره به مخامخ کيږي ، چې د ټولنې نابودي د ټولنې د افرادو او سازمانونو او دهغوی د افکارو نابودي حتمي د ځانه سره لري.
لاکن هیڅ عاقل فرد او ډله او مفکوره ئې د خپل ځان د نابودۍ او محو کېدلو هدف نه لري ، بلکې د ځان او خپلو افکارو د ژوندي پاته کېدو او بقا د پاره تلاش کوي او دا تلاش د خپلې بقا دپاره يې يوازې د ټولنې په وجود ، سالميت او دهغی د بنيادي ارزښتونو په ساتلو او پاللو کې ميسرېدلی او پياده کېدلی شي.
نو د يوې ټولنې د وجود دبقا او حيات د پاره تر ټولو اول د هغې ټولنې دهر فرد ، ډلې او سازمان دپاره د هغې ټولنې د بنيادي جوړښتي ارزښتونو او اصولو پېژندنه ضروري او لازمي او بيا هغی ته درناوۍ، وفاداري او په اخلاص سره ئې د حفاظت ضيمه واري ده.
دوهم – په ټولنه کې د مختلفو فکرونو لرونکو ډلو د پاره ددې حقيقت منل ضرور دي چې د بل نظر لرونکو ډلو سره په تقابل کې د هغوی د محو کولو او صحنې نه ايستلو په ځای يوازې د زغم ، تفاهم ،عقلاني عمل او ټولو ډلو ته د فعاليت د مساوي چانس لرلو د حق قائلېډلو له لارې ټولنه د خشونت ، زور ازمويلو ، جنګ او ويني تويولو نه محفوظه پاته کېدلئ شي او د مسلحانه برخوردونو په ځای خپله فکري او فزيکي انرژي د ابتکار ، خلاقيت ، نوښتونو ، خدماتو او علمي برياوو په رقابت کې چې خير يې ټولې ټولنې ته رسيږي مصرف کړي او د خپلو مثبتو ، معقولو او ګټورو طرحو په وړاندې کولو او عملي کولو خپل ظرفيت او مهارت ثابت کړي.
د پورته مقدمې په نظر کې نيولو سره دا واقعيت او حقيقت روښانه کيږي چې په ټولنه کې د فکرونو او نظريو توپير موجود و ، شته او وي به ، خو د مشروعيت او فعاليت حد او شرايط يې د ټولنې وجودي او حياتي ارزښتونو ته احترام او د زور نه استعمالول دي.
بدبختانه چې زموږ په ټولنه کې د روانې تراژيدي علت د مختلفو نظريو د پيروانو له لوري د پورته ياد شويو دوو پرنسيپونو د صريح نقض او سرغړونې له وجهې يې دی.
زموږ څه لوستي او متفکرين يا د ټولنيزو ( ملي) ارزښتونو او مفاداتو ( ملي مقدسات ، ديني اعتقادات ، وطن ، اولس ، ارضي تماميت ، ملي کلتور ، ملي اقتصاد ، ملي تاريخ ، ملي آزادي ، ملي خپلواکي ، انساني حقونه ) د تشخيص نه عاجز دي او غير شعوري، نا مسؤلانه او جذباتي سلوک ورسره کوي او يا قصدي او عمدي د خپلو شخصي او ګوندي ګټو د پاره معاملې کوې چې په دواړو صورتونو کې د خيانت او جنايت مرتکبين او د مصيبت راوړونکي دي.
که خپل د وروستيو څو لسيزو تاريخ ته وګورو ، ټول فکري او نظرياتي سازمانونه د فکري تنوع په ځای د قتل ، ترور او سبوتاژ په بې بندو باره مافيائي باڼډونو او مسلکي قاتلانو تبديل شوي دي .نظريات ئې ښائی ديني ، مدني او انساني وي ، لاکن اعمال ئې ضد ديني ، ضد ملي ، د مدنيت خلاف او په انساندوښمنۍ ولاړ دي .
د دوی اولينی کار د ټولنې په بنيادي او وجودي ارزښتونو حمله او دهغوی تخريب و ، چې د وارداتي افکارو ( مارکسيستي او اخواني )په عملي کولو سره ئې د پرديو ( روسانو ، امريکايانو ، همسايه ګانو ، عربانو ) نظامي او کلتوري يرغلونو ته ښه راغلاست او زمينه مساعده کړه او بيا د همدې افکارو د پياده کولو د پاره ئې د پرديو خيراتي وسلې په اوږه او د خپل اولس او وطن د ورانولو جنايتونو او خيانتونو ته ئې ملا وتړله.
ددې ناروا کړنو او جفاکارانه اعمالو نتيجه په خپلو سترګو وينو چې وطن په قتلګاه بدل شوئ دئ او هره ورځ په سلهاوو ځوانان ،ښځې او ماشومان د مرګ کندې ته په ډېره بېرحمۍ ور ټېله کيږي.
په پښتو کې متل دی وايي:
پک مې ليدلی و نه ماغزه وتلي
فکري ازادي هو ، مګر نه د ملي ارزښتونو د تخریبولو ، شر -فساد په خپرولو ، وطن دپرديو په اشغال کې ورکولو، عام وژنې او اولس د ځورولو په بيه.
د روان مصيبت او ځنګلي وضعيت نه چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده د نجات يوازېنۍ لاره د موجوده ډلو اصلاح، د اسلاميت او افغانيت په محور چې د افغاني ټولنې ستون فقرات ګڼل کيږي را جذبول او يا د ټولنې د سياسي صحنې نه حذفول دي او په ځای ئې د داسې سازمانونو او ډلو زېږول او جوړول دي ، چې د ملي عليا ارزښتونو او منافعو سره د وفا ، احترام او تعهد په اصل مؤمن وي او دزور ، تقلبي ، استبدادي او د پرديو د اجنٹۍ د ميتودونو نه د ځان دمطرح کولو په منظور کار وا نه خلي او نورو د نفی کولو په تکل کې وړنه اوسي.
فکري او نظرياتي توپيرونه يوازې په هغه صورت کې مجاز او مشروع دي ، چې د ټولنې د استحکام ، سولې ، ثبات ، ترقۍ ،رفاه او عدالت د پياوړتيا او ودې د پاره اهداف ،پروګرامونه او وړانديزونه ولري ، نه لکه دا اوس چې د ټولنې د اساسي او جوړښتي بنسټونو د ورانولو اومحو کولو په خبيثانه او خايينانه اعمالو سره د خپل ځان او فکري باڼډ ناولي ژوند ته د دوام ورکولو په تلاش کې په بشري جنايت او ملي خيانت لګيا دي.
والسلام
کاشکي ستاسو غوندي يو څو نورو انسانانو هم په افغانستان کي ورته فکر او نظر درلودلاي اوس به دداسي طوفان سره ملک او ملت نه وايي مخامخ