شعـــــرونه

خدای به خپلې پاکې مينې ته بللو/ ريحان

شفاعت ريحان

يا به نن يا به سبا ميَنېدلو
کيسه ختمه وه، بالا ميَنېدلو

ښۀ يې ووهه د جِبر په تَبرونو
زړۀ مجرِم دی چې په تا ميَنېدلو

په ښکاره محبت سور شوروی تُوب و
موږ يو بل باندې په غلا ميَنېدلو

د هېر شوي کس په وړاندې چې رانغلم
وېرېدلم، ځکه بيا ميَنېدلو

ملالۍ سترګې يې نۀ را مړېدې او
مبارک زړۀ يې په ما ميَنېدلو

خدای به خپلې پاکي ميني ته بللو
خو موږ بيا هم پر دنيا ميَنېدلو

دوی سترګک واهه په دروغو شفاعته!
او ياران پرې په رښتيا ميَنېدلو

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx