شعـــــرونه

لکه سپوږمۍ دې د نظر د ستورو شپول کې لويه/ بدرۍ

بلينډه بدرۍ

لکه سپوږمۍ دې د نظر د ستورو شپول کې لويه
تاسره يو چم کې شوم لويه يو ماحول کې لويه

شکر د بدو خاطرو د صحنو داغ نه لرم
زه مې د مور د دعاګانو په کچکول کې لويه

خود د اظهار يې راته ګونګې دي شيبې د جزبو
سنجيدګۍ ستا د مثال په درانه تول کې لويه

هوسه ستا د تقاضو منم پرځای انديښنې
زه بې پروا د خپل وقار په کور کهول کې لويه

ورپسې هسې دې تړلی هر ارمان ، بدرۍ خو
لکه خوشبو له لمسه پټه په غاټول کې لويه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx