نړۍ

سعودي علماوو ته د اخوان المسلمين ځواب: موږ ترهګر نه، بلکې دعوتي ډله يو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): اخوان المسلمين ګوند د سعودي د سترو علماوو، هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی، چې دغه ډله يې «ترهګره او له اسلامي منهج څخه بې لارې» بللې وه.

اخوان المسلمين ويلي، دوی د اسلامي امت د يووالي لپاره کار کوي او د هغو ګواښونو او مصيبتونو د مخنيوي هڅه کوي، چې امت ورسره مخ دی.

د اخوان المسلمين له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «د سعودي د سترو علماوو له لوري اخوان ترهګر بلل نوې خبره نه ده، بلکې د سعودي د کورنيو چارو وزارت شپږ کاله مخکې هم ورته پرېکړه کړې وه.»

تېره ورځ د سعودي د سترو علماوو ډلې ويلي و، چې اخوان المسلمين له اسلامي منهج څخه منحرف دي، د فعاليتونو او هڅو موخه يې اسلامي دعوت نه، بلکې واک ترلاسه کول او د حاکم پر خلاف پاڅون دی.

اخوان المسلمين دا تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه بللي دي.

د اخوان وياند طلعت فهمي وايي: «اخوان ګوند د تېرې پېړۍ په ۱۹۲۸ کال کې جوړ شوی و، د بنسټ له ورځې له سخت دريځۍ، ترهګرۍ او د امت له وېش څخه لرې دی، د خپل بنسټ له پيله دعوتي فعاليتونه کوي، خلک په نرمۍ او خوږه ژبه د الله تعالی لارې ته رابولي.»

طلعت فهمي وايي، د اخوان ګوند په خپل تاريخ کې له خشونت او ترهګرۍ ځان لرې ساتلی او دغه ګوند د ترهګرۍ او ديکتاتوري نظام د جبر قرباني دی.

د اخوان وياند ټينګار کړی، چې دوی اسلامي عقيدې او د امت قضيو ته ژمن دي او د ټولو په سر کې د فلسطين قضيه ده.

د سعودي د حج او اوقاف وزیر عبداللطيف آل الشيخ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «د سترو علماوو پرېکړه روښانه او کافي ده، تر هغې وروسته هېڅکوک په دې اړه د ناپوهي عذر نه لري.»

د يادونې وړ ده، چې سعودي کې اخوان ګوند رسمي شتون نه لري، په تېرو وختونو کې د اخوانيانو يو شمېر مشران او غړي هلته مېشت وو، د ۲۰۱۴ په مارچ کې د سعودي د کورنيو چارو وزارت اخوان ډله د ترهګرو په ليست کې شامله کړه.

په ۲۰۱۳ کال کې د اخوان المسملين اړوند ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرين او د مصر پوځي ديکتاتور رژيم پر اخوان ګوند بندیز ولګاو او د هغوی هر ډول فعاليتونه يې ناقانونه اعلان کړل.

له هغه وخت راهيسې د اخوان ګوند لومړۍ، دوهمه او درېيمه درجه زرګونو مشران او غړي په زندانونو کې دي، د مرسي په شمول لسګونو مشران يې په زندانونو کې په تعذيبونو ووژل شول او لا هم دا لړۍ روانه ده، خو اخوان ګوند لا هم ټينګار کوي، چې دوی سوله‌ييزه مبارزه کوي او له هر ډول سختي او جګړو ځان لرې ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د سعودی د شاهی کورنی د خپلو ګټو ساتلو لپاره ټول ملایان په پیسو اخیستی او ورته احادیث او قران داسی ترجمه او تفسیر کوی چی د شاهانو په ګټه وی لکه چی اوس حامدالحق د سمیع الحق زوی د پنجاب فوج په حقه ګڼی د پښتنو په مقابل کی او فوج سره جنګ او شخړه یو ناروا عمل ګڼی.

مجاهد

د اسلامی معلوماتو څځه می په دی اړه ارزونه: په دی کی شک نشته چه د اخوان المسلمین ګوند لمړنی نابغه مجاهد علما او مجتهد رهبران لکه حسن البنا رح، شهید سید قطب رح او داسی نور د اسلامی نړۍ ځلانده ستوری او د لمړی ځل د پاره یی په دی اواخرو پیړیو کی بی ساری او عملی بڼه کی مالی او ځانی پرله پسی قربانی ورکړی که مونږ او تاسی د هغوی د ژوند سختی ، شهادتونه او داسی نوری مالی او جانی قربانیو ته ځیر شو قلم او ګوتو ته به ډیر ستونزمنه وی چه د هغوی هغه… نور لوستل »

عبدالواحد

الله ج په قرآنکریم کی فرمایی: زمادښمنان دوستان مه نسۍ دالله سرسخته منکرین کمونسټان دی کله چه داوودخان کمونسټان په حکومت کی داخل کړل فیض محمد پرچمۍ یی وزیرداخله مقررکۍ اومحمد مرسی السیسی کمونسټ وزیردفاع کی دالله قهرپروسوداسی یی درپه درکړل چه تاسوخپله ولیدل اوس به انتظارکووچه دمکی له قرآنکریم منکرانوته الله څه سزاورکوی نه پاته کیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

رښتينيار

له پيغمبرانو عليهم السلام راوروسته بې سهوي او خطا هيڅوک نه دی، دغه ګوند هم له سهوو څخه نه سي مستثنا کېدلای، خو د دغي لويي او اوږدې سابقې لرونکي ډلي او د نړي په ګوټ ګوټ کي د هغو د رښتينو همفکرانو ګټور او پرله پسې کار او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي د قدر او ستايني وړ دي، د اسلام د ننګي او د اعلی کلمة الله په لار کي يې ډېري قربانۍ ورکړي، کړاوونه يې ګاللي، پر دې سترګي هيڅ نه پټېږي، اجر يې پر الله دی او الله سبحانه دې ملاتړی سي، د دوی په اړه… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دسعودي علمأ ددې صلاخيت او اجازه نه لري او دا اجازه او صلاحيت تر دي شيبو پوري نه کوم دمسلمانانو هيواد او نه کوم اسلامي ګوند او اسلامي تحريک چي د نړی د کفارو او مفسدو په نوم اسلامي حکومتونو سره لاس او ګريوان دي ورکړي ده ، چي د اسلام دسرتيره په اړه کوم چي د کفارو په وړاندي په فرض عين جهاد کي ولاړ دي ، د کاغذ پر مخ بي اغيزه فتواوي صادري کړي ، نن الاذهر او دسعودي علما‌ؤ خپل پخوانئ وقار اوحيصيت دلاسه ورکړی دی. دا ګړئ د الاذهر او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx