ټولنیزه برخه

د موټر چلونې آداب

لیکنه :استاد مصطفی محمد طحان
ژباړه :دکتور رحمت الله زاهد

نن ورځ موټر د زمانې اړتيا ده، کټ مټ لکه اوښان او اسونه چې په پخوانيو وختونو کې وو، د موټر چلونې په هکله هم ځينې اداب شته چې بايد په پام کې ونيول شي:

۱- د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې له چټکې چلونې څخه ډډه کول، په دې خاطر چې چا ته تکليف و نه رسيږي.

۲- په ولاړو اوبو کې د تللو په وخت په ډير احتياط تلل چې چا ته اوبه ور وا نه لوزي.

۳- د کور، دُکان، سوداګريز ځای د دروازې مخې ته به موټر نه دروې څو د هغه مخه بنده نه شي، د بل موټر شا ته به هم موټر په داسې توګه نه دروې چې د هغه د وتلو لاره بنده شي، دا ځکه چې دا کار خلکو ته تکليف رسوي.

۴- په شرعاً ممنوع وختونو (لکه سهار وختي، د غرمې او د شپې ناوخته) کې به د موټر هارن نه استعمالوې، همداراز به د روغتونونو او ښوونځيو خوا ته هم هارن نه کوي تر څو د خلکو ذهن ګډوډ نه کړي، دا ځکه چې د انسان آزادي هلته پای ته رسيږي، له کومه ځايه چې د نورو آزادي پيليږي.

۵- ډير ځله دوه موټرچلونکي د لارې په مينځ کې موټرې ودروي او په خپل مينځ کې خبرې کوي، يا سلام اچوي او خبرې اوږدې کړي چې له امله يې تګ راتګ بند شي. دا ښه کار نه دی.

الله تعالی فرمايي: (وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا، (الأحزاب: ۵۸)، «هغه کسان چې مؤمنانو سړيو او ښځو ته د هغه څه له کبله تکليف ورکوي چې هغوی نه دي کړي، نو لوی بهتان او ښکاره ګناه يې وکړه».

په حديث شريف کې راغلي: «مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان يې د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي، او مهاجر هغه دی چې ځان د الله له خوا د منع کړل شويو کارونو څخه منع کړي»( ).

۶- موټر چلوونکی بايد د ترافيکي نښو احترام وکړي، او صبر دې کوي څو پلي (پياده تلونکي) له سرک څخه تير شي.

۷- موټر چلوونکی دې تر هغه صبر وکړي څو د سرک په غاړه ولاړ موټر ځان لارې ته برابر کړي ځکه کله کله د داسې موټر لپاره لاره نه وي او ډير وخت پرې تير شي.

۸- کله چې موټر ته خيژو بايد بسم الله ووايو او چې کښينو او موټر روان شي، نو دا دُعا ووايو:  سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ . وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ.

۹- له ټولو نه ضروري او هراړخيزه خبره دا ده چې د موټر چلونې د اصولو منل لازمي او سرغړونه يې حرامه ده.

مسلمانه وروره! د موټر چلونې په اړه لاندې آداب په پام کې ونيسه:

• ډيره تيزي مه کوه، په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې.

• په ولاړو اوبو کې په تيزۍ سره مه ورځه څو خلکو ته ضرر و نه رسيږي.

• خپل سامان په ښه طريقه سره په موټر کې ږده.

• په داسې ځای کې موټر مه دروه چې نورو ته تکليف رسوي.

• له اړتيا پرته د موټر هارن مه استعمالوه.

• د تيريدو او موټرو په حرکت کې ځنډ مه راوله.

• د مخکې کيدونکو موټرو او تيريدونکو کسانو لپاره لاره پريږده.

• د نږدې موټرو لپاره لاره پريږده او لږ صبر کوه.

• د چلونې اصولو ته غاړه ږده.

د موټر د ختلو په وخت کې دُعا وايه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx