نظــر

دوه مخالف لوري؛ د وحشت او شفقت ننداره!

استاد عبيدالله دقيق ــ کابل

تېره ورځ د دوو مخالفو لوريو (حکومت او طالبانو) دوه متضادې کړنو سره مخ شوم چې يوه يې له يوه او بله يې د بل اړخه وه، تېره ورځ سهار مو په خواله رسنيو کې د هغه ويډيو په ليدو پیل شو چې د ځانګړو ځواکونو يو عسکر يو وژل شوی طالب بيا هم په سر سر په ډزو ولي او  له هغې وروسته يې ورته په خيټه باندې پښه ږدي او په لغتو يې وهي.

خدای شته له انسانيت سره داسې وحشت راباندې سخت تمام شو او د دولتي عسکرو په دې کړنه مې له هغوی څخه نور هم نفرت وشو، خو بيا مې فکر کاوه چې دوی ته ښايي همدا ډول روزنه ورکړل شوي وي، چې دوی د طالب په دومره وحشت سره وژلو او بيا له مرګ وروسته د هغه د جسد سپکاوی کولو ته ولې دا خلک دومره هوادار او شائق دي.

د طالب او عسکر ترمنځ جګړه ده او په جګړه کې حتمي ده چې مرګ ژوبله او سخته راځي مګر کله چې يو څوک په جګړه کې وژل کيږي او يا اسير کيږي هغو ته هم د اسلامي شريعت له مخې او هم د نړيوالو بشري نهادونو له مخې اصول او مقررات وضع شوي دي چې هغې ته بايد د جګړې هر اړخ درناوی وکړي.

تاسو به ليدلي او اورېدلي وي چې تر دې وړاندې هم څو ځله په جګړه د وژل شويو طالبانو جسدونه د دولتي عسکرو له لوري سوځول شوي دي، په ډزو ويشتل شوي دي، په ټانګونو او رينجرو پسې کشکول شوي دي او په اسير طالبان په ژوندوني په ډېر وحشت سره شکنجه شوي دي، خو بیا هم دوی د طالب په خلاف د خپلې کرکې او کينې څخه زړونه نه دي تش شوي اخر ولې؟

په طالبانو کې هم ځينې وخت داسې شوي دي چې له نيول شويو عسکرو سره ناوړه چلند شوی دی خو دا پيښې اوس تر ډېره چې موږ وينو او ګورو مهار شوي دي مګر برعکس د دولتي عسکرو له ليکو څخه نږدې هره اوونۍ او هره مياشت د دا ډول پېښو خبرونه ترلاسه کيږي.

بل لور ته تېر ماښام بل داسې راپورونه او انځورونه خپاره شول چې د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې طالبانو ۹۰ تنه دولتي عسکر له زندانه خوشي کړي دي، د جيب خرڅ او کرايه يې ورکړې او خپلو کورونو ته يې ليږلي دي.

په خواله رسنيو کې د طالبانو د دې اقدام تود هر کلی او ستاينه وشوه او دا يې د طالبانو د شفقت او عفوې يوه بيلګه وبلله.

زما ورونو!
افغانستان د تاريخ له ډېر سخت او ازمايښتي پړاو څخه تيريږي، په دې حساس پړاو کې بايد هڅه وشي چې د مقابلې، ټکر او انتقام په ځای  د يو والي، سولې او زغم څخه کار واخيستل شي او داسې ګام پورته نه کړل شي چې خدای مه کړه د سولې په وړاندې د نورو خنډونو د ايجادولو او د افغانانو ترمنځ د کرکې او نفرت سبب وګرځي.

په اوس وخت کې ټولو افغانانو ته په کار ده چې د خپلو ورونو په مقابل کې له يو بل سره ټکر نه شي او د يو سوله ييز، متحد او خپلواک افغانستان لپاره سره متحد او يو شو ترڅو مو د کرکې او نفرت دغه بل شوی اور مړ او يو روښانه راتلونکې ولرو.

په همدې هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx