واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د امریکا د دفاع د وزارت نوی مشاور: له افغانستانه باید سمدستي عسکر راوایستل سي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۹ل): د متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر ښاغلي کریستوفر میلر د ځان لپاره یو داسي مشر سلاکار استخدام کړ چي په مکرره توګه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د چټک راایستلو لپاره کمپېن او استدلال کوي.

متقاعد ډګروال ښاغلی ډاګلاس مکګرګور به د دفاع وزیر نوی مشر سلاکار وي. ښاغلی مکګرګور مدام له مینځني خیتځ څخه د امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره تلاښ کوي.

مکګرګور په یوې مرکې کي ویلي ول چي ټرمپ د امریکایانو سره وعده کړې وه چي امریکايي عسکر به له افغانستانه راباسي، خو هغه تر اوسه پوري دا کار ندی کړی. هغه وویل «ټرمپ سبا دا کار کولای سي.»

ښاغلی مکګرګور وايي امریکا باید له کابله خپل سفارت هم راوباسي. 

د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کي د ښاغلی مکګرګور استخدام پداسي وخت کېږي چي فقط تېره ورځ جمهورریس ټرمپ په یوه لنډ مګر حیرانونکي ټویټ کي د دفاع وزیر مارک یسپیر له دندي پسي واخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس مبارک دی وی طالبانو ته حامدالحق به په کابل کی سفیر کیږی.

سیدزرغون شاه آغا

ایله چی په امریکایانو کی د سړی زوی پیدا سو.

الحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی دموکرات د خزانو ډکولو او جمهوریت ګوند د خزانو تشولو دپاره موظف کړی . د اضلاع متحده له تاسیس تر ننه پوری تر دوه سوه زیات بریدونه ترسره کړی یعنی هر جنګ د اضلاع متحده په واسطه او که خپله هم پیښ شوی اضلاع متحده یی ډ ځان په ګټه کاروی. اصل موضع: افعانستان او عراق له بریدو دمخه دموکراتانو تر پوزی خزانی ډکی کړی وی، د ۹/۱۱ د پاره خزانی ( سرپلس ) شوی وی جمهوریت خواه بوش صلیبی جنګ پیل کړو، شمال افریقا او منځنی ختیز کی یی د پام وړ لاسته راوړنی ترلاسه مګر… نور لوستل »

رښتينيار

استاذ محترمه څنګه ښه املا و انشا دي ده او استاذه دا (اصل موضع:) څه معنا ؟

الحاج استاذ بیانزی

اصل موضع د پورته لیکنی اصلی موضع پوری تړاو لری [ د امریکا مخکنی دفاع وزیر ( ایسپر ) د امریکایی عسکرو د وتلو مخالف او نوی یی په وتلو تاکید کوی ] مونږ خپله تبصره له اوله تر اخره بیا ولوستله ، د املا او انشا نیمګړتیا مو پکی ونه موندله.
خدای وکړه ستاسی پوښتنی ته می سم ځواب لیکلی وی

مولوي نجیب الله زاهد

که دغه د آزاده او خپلواکه نوم ترې لرې کړی نو ډېره به ښه وي.

رښتينيار

ولي مولوي صاحب ، دليل دې نه دی ويلی؟

رښتينيار

د دې خبرو سره به په ګران افغانستان کي د امريکې د زبونو او ټيټ سترګو، منفورو ګوډاګيانو څه حال وي. او دا پتلونان به يې څونه ډک کړي وي؟
الهي له ازميښته مو وساتې !

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx