روغتیا

روسیه وایي زموږ لخوا چمتو شوي واکسین «۹۲» سلنه اغیزمن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د روسیې واکسین تولید کونکي په یوه بیان کې ویلي، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې هغه درمل چې دوی چمتو کړي د کرونا ویروس پر وړاندې ۹۲ سلنه اغیزمن دي.

د روسیې لخوا دا ادعا په داسې حال کې وشوه چې وړمه ورځ د امریکا فایزر او د جرمني بایوټیک شرکتونو د کرونا ویروس د واکسینو پایلې اعلان کړې چې په وینا یې ۹۰ سلنه اغیزمن ثابت شوي دي.

د روسیې دولتي اژانس او د ګامالیا لابراتوارونو څخه د چهارشنبې په ورځ په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په کرونا ویروس د اخته کسانو د شلو قضیو په اړه ترسره شوې څیړنې ښيي چې د «سپوتنیک V» واکسین پر انسانانو ۹۲ سلنه موثر ثابت شوي دي. دوی د وروستیو پایلو لپاره ۴۰ زره رضا کاران پر ازمیښت اچولي.

روسیې څو میاشتې وړاندې اعلان کړی و چې د کرونا پر ضد یې واکسین چمتو او کارونې ته وړاندې کړي، خو هغه مهال یاد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر څیړونکو لخوا خطرناک وبلل شول.

د دوشنبې په ورځ د امریکا فایزر او د جرمني بایوټیک شرکتونو اعلان وکړ چې خپل نوي چمتو شوي واکسین یې په ۴۳۵۰۰ کسانو تجربه کړي چې له خطره بهر او ۹۰ سلنه اغیزمن ثابت شوي دي.

دغې شرکتونو ویلي وو چې چمتو شوي واکسین به د یوه ناروغ لپاره دوه ډوزه یا خوراکه استعمالیږي، چې د هر یو ترمنځ به ۳ اونۍ وخت وي، او بشپړ اغیز به له دوهم خوراک نه یوه اونۍ وروسته کوي.

اوسمهال په نړۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تایید شوي ۱۲ واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي او وروستيو پړاوونو ته رسېدلي چې د روان کال تر پایه او د راتلونکې کال په پېل کې به د کار وړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx